جلال اباد ښاروالۍ مکافاتو او مجزاتو اصل پلې کېدو ته ژمنه ده
جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري له لورې د څلورمې ناحیې یو تن د صنفي جوازونو د توزیع مامور جاوید شیرزاد ته په یاده ناحیه کې د هغه د غوره کارونو ترسره کولو له کبله ستاینلیک ورکړل شو.
جلال اباد ښاروالۍ مسولين وايي دوى ژمن دي چې ياد اصل په دوامداره ډول پلې کړي، تر څو ښاريانو ته په خدماتو کې لا بهبود سبب وګرځي.او له بله اړخه د کار کوونکو د تشويق سبب شي.