جلال اباد ښاروالۍ مارکيټو تنظيم امريت له لورې وزن او نرخ نامو د تطبیق په موخه څارنه وکړه
د دلوې میاشتې په ٥مه نېټه جلال اباد ښاروالۍ مارکيټو تنظيم امريت له لورې دولايت مقام ”١٦٠“ شمېرې ته د ښاريانو شریک شوو شکاياتو ته د لاس رسي او پلټنې په موخه د ښار په بېلا بېلو برخو، لکه افغان مينه، چکنوریو بازار، مرستون څلور لارې، عامې روغتيا روغتون ساحه، ميوې منډوي بازار، لغمان هډه او د ښار په ځينو نورو ساحو کې د خوراکي او غير خوراکي توکو کیفیت، وزن او نرخ نامو د تطبیق په موخه څارنه وکړه.
د یادولو وړ ده د افغان مينې يو قصاب چې غوښه يې په ښاريانو په لوړ قيمت پلورله هټۍ يې مهرلاک شوه