جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ويالو پاکولو، کثافاتو راټولولو او ښاري سمسورتيا په موخه کمپاينونه دوام لري

جلال اباد ښاروالۍ شپږمې ناحيې مسولينو په وينا په ياده ناحيه کې د تنظيفاتي کمپاين لړۍ په ترڅ کې تر دې دمه د ناحيې اړوند يو شمېر لويو او وړو ويالو د پاکولو ترڅنګ له بېلابېلو ساحو څخه کثافات راټول او ټاکلي ځاى ته يې انتقال کړي.
همدا راز د يادې ناحيې مسولينو له لورې، کور په کور او هټۍ په هټۍ ولسونو ته د تنظيف، سمسورتيا او ښاري نظم راوستلو په موخه عامه پوهاوى ترسره کړ.