جلال اباد درنو ښاريانو تاسو کولى شئ هره سه شنبه د ښاروالۍ رهبرۍ سره مخامخ خپلې ستونزې او شکايتونه شريک کړئ!
جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.
نن سه شنبه د تلې په ۱۵مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ ښاروالۍ رهبرۍ غړو او ناحيو امرينو د مراجعينو په تم ځاى کې سهار له اته بجو څخه د ماسپخين تر دولس بجو پورې ددوى شکايتونه مخامخ واوريدل، او د حل په موخه يې ځاى پرځاى د قانون په چوکاټ کې اقدامات ترسره کړل.
جلال اباد ښاروال ټولو مسولينو او کارکوونکو ته هدايت وکړ، چې د مراجعينو سره دې د غوره چلند ترڅنګ ددوى په کارونو کې هيڅ خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کوي.
په اين حال کې يو شمېر مراجعينو د ښاروالۍ له دې چارې څخه خوښي وښودله او مننه يې وکړه، چې جلال اباد ښاروال او رهبرۍ غړي دوى شکايتونه مخامخ اوري.