جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۱:۵۱
جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

جلال آباد ښاروال فیصل احمد امیري د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د یو شمېر پوهنځیو رئیسانو او استادانو هم په کې حضور درلود، د دواړو لوریو تر منځ د ګډو همکاریو په رامنځته کېدو او دوام بحث او خبرې اترې وشوې.

جلال آباد ښاروال فیصل احمد امیري د خپلو پلانونو او پروګرامونو په اړه د پوهنتون مشرتابه او استادانو ته معلومات ورکړل او په اړونده برخه کې یې د هغوی د مرستې او مشورو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس د جلال آباد د نوي ښاروال مننه وکړه، چې د کار په لومړیو ورځو کې ننګرهار پوهنتون ته راغی او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون له وړاندې د جلال اباد ښاروالۍ سره د ګډو همکاریو تفاهملیک لري او د پوهنتون علمي کادرونه د ښاروالۍ په بېلابېلو شوراګانو او کمېټو کې غړیتوب لري.

پوهاند بهسودوال د همکارۍ د ډاډ تر څنګ د پوهنتون ځینې ستونزې لکه د محصلینو د عملي زده کړو، د پوهنتون د دواړو دروازو مخې پارک او پیاده روونو رغول، د استادانو ښارګوټي پاتې کارونو ترسراوی او یو شمېر نور مسایل هم له ښاغلي امیري سره شریک کړل، چې د نوموړي له خوا ورته په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

 

جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

 

جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره ولیدل

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS