جلال اباد درنو ښاريانو تاسو کولى شئ هره سه شنبه د ښاروالۍ رهبرۍ سره مخامخ خپلې ستونزې او شکايتونه شريک کړئ!

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۹:۵
شکایاتو اوریدو ورځ

جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.

نن سه شنبه د تلې په ۱۵مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ ښاروالۍ رهبرۍ غړو او ناحيو امرينو د مراجعينو په تم ځاى کې سهار له اته بجو څخه د ماسپخين تر دولس بجو پورې ددوى شکايتونه مخامخ واوريدل، او د حل په موخه يې ځاى پرځاى د قانون په چوکاټ کې اقدامات ترسره کړل.

جلال اباد ښاروال ټولو مسولينو او کارکوونکو ته هدايت وکړ، چې د مراجعينو سره دې د غوره چلند ترڅنګ ددوى په کارونو کې هيڅ خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کوي.

په اين حال کې يو شمېر مراجعينو د ښاروالۍ له دې چارې څخه خوښي وښودله او مننه يې وکړه، چې جلال اباد ښاروال او رهبرۍ غړي دوى شکايتونه مخامخ اوري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۱۷
Background image

دَ درونټې تونل د روښنایې او زیبایې چارې پېل شوې

درونټې تونل د روښنایې او زیبایې چارې پېل شوې! د ښاري ښکلا د رامنځته کیدو په موخه د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د "لمر افعان" خصوصي شرکت له لوري د روښنایې او زییایې چارې پېل شوې، چې نږدې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۸:۵۹
Background image

لومړۍ ناحیې اړوند عربانو ګولايي ساحه کې تفريحي پارک جوړيدو چارې روانې دي

لومړۍ ناحیه عربانو ګولایې کې په ۲ جریبه ځمکه د یو پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره جریان لري! ښاریانو ته د ښاري او سیمه اېزو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱۳
Background image

د پلو لارو د خلاصون کمپاین پیل شو

۴۰۳/۱/۲۸
د پلو لارو د خلاصون کمپاین پېل شو!

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر بلال بشری په مشرۍ، چې مارکیټونو تنظیم چارو آمریت مسئولینو یې ملتیا کوله د ښار. . .

BACK TO NEWS