د جلال آباد ښار د شهید محمد نعیم مارکیټ څخه تر مخابراتو چوک کاسه برج پوری سیخداره کانکریټی ویالو جوړولو پروژی اعلان
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست لخوا ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چی د جلال آباد ښاروالۍ ریاست د جلال آباد ښار د شهید محمد نعیم مارکیټ څخه تر مخابراتو چوک کاسه برج پوری سیخداره کانکریټی ویالو جوړولو پروژه چی ارزښت یی ۴۰۷۵۷۹۲،۷۰ څلور میلیونه پنځه اویا زره اووه سوه دوه نوی اعشاریه اویا افغانۍ دی قرارداد یی د نجیب ولی ساختمانی شرکت لخوا ترسره شوی دی ټول حکمی او حقیقی اشخاص چی پدی برخه کی اعترض لری کولی شی خپل اعتراض لیکونه د خبرتیا د خپریدو وروسته تر ۵ کاری ورځو پوری په لیکلی بڼه د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاری د یادونی وړ ده چی دا خبرتیا د قرارداد ورکړی په معنا نه ده
