د کانونو او پترولیم ریاست اړوند د منرالي موادو د پروسس کوونکو فابریکو ته داجازه لیکونو په اړه
کانونو او پطرولیم وزارت په نظر کې لري چې د اسلامي امارت د عوایدو د لوړوالې او د کاني سکتور د پرمختګ او تحرک پخاطر په هیواد کې هغه فابریکه لرونکو ته چې منرالي مواد پروسس کوي د پروسس اجازه لیکونه ورکړي د یادې موخې د تحققق په خاطر د ننګرهار ولایت اړوند د ټولو هغه فابریکه لرونکو څخه چې د منرالي مواد پروسس کوي هیله کیږي چې خپل پلانونه د ننګرهار د کانونو ریاست او یاهم په مرکز کې یاد وزارت ته وړاندې کړياو اجازه لیکونه تر لاسه کړي