د يو تن محترم نوراغا د محمداجان زوى د جواز د تضمين په اړه اعلان
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار اوومې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم نوراغا د محمداجان زوى د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر ډول معاملاتو لارښوونې دفاتر او اشخاص يې له پير او پلور څخه ډډه وکړي بغير له دې مسوولیت يې په خپل غاړه وي
