د جلال آباد ښار تالاشۍ څلور لاری څخه تر مستوفیت څلور لاری پوری سرپټی سیخداره کانکریټی ویالو جوړولو پروژه اعلان
د جلال آباد ښاروالۍ ریاست لخوا ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چی د جلال آباد ښاروالۍ ریاست، د جلال آباد ښار تالاشۍ څلور لاری څخه تر مستوفیت څلور لاری پوری سرپټی سیخداره کانکریټی ویالو جوړولو پروژه چی ارزښت یی ۱۸۹۴۰۶۰۰ اتلس میلیونه نهه سوه څلویښت زره شپږسوه افغانۍ دی قرارداد یی د شرق افغان شاهین ساختمانی شرکت چی جواز او ادرس یی د طورخم او جلال آباد عمومی سرک میدان هوایی ته مخامخ جلال آباد ښار ، بهسود D-02-1809 شمیره یی
ننګرهار دی ورکړی ټول حکمی او حقیقی اشخاص چی په دی برخه کی اعتراض لیکونه د خبرتیا د خپریدو وروسته تر ۵ پنځه کاری ورځو پوری په لیکلی بڼه له مستندو دلایلو سره یوځای د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاری
