د جلال آباد ښار اولی ناحیی مربوط د ننګرهار مستوفیت د ملکیت د اجاری ورکولو په اړه اعلان
د جلال آباد ښار اولی ناحیی مربوط پشتونستان واټ په ساحه کی ننګرهار مستوفیت ملکیت چی څلور منزله هوټل ۱۵۰ مترمربع مساحت لری دریم او څلورم منزل کی ۱۵ بابه مهمانخانی اطاقونه چی په اول منزل کی ۵ بابه دوکانونه لری په کرایه او اجاره ورکول کیږی بنا ټول حکمی او حقیقی اشخاص چی داوطلبی کی ګډون خواهش لری کولای شی خپل غوښتنلیکونه د اعلان د نشر د نیټی څخه تر ۱۰ ورځو پوری د ننګرهار مستوفیت د دولتی املاکو عمومی مدیریت ته وسپاری او شرطپاڼه وګوری تضمین نقدا اخیستل کیږی
د داوطلبۍ ځای: د دولتی املاکو لوی مدیریت ، ننګرهار مستوفیت
