د داوطلبۍ خبرتیا

Hamza Salarzai
اعلان

د داو طلبۍ خبرتیا!

موضوع: د جلال آباد ښاروالۍ لپاره د ۳۹۸ درې سوه اته نوي قلمه نقلیه وسایطو مختلف النوعه پرزه جاتو او ۷۰ قلمه د کمپلکس د ضرورت وړ پرزه جاتو خریدارۍ په اړه.

 

د جلال آباد ښاروالۍ ریاست په د ننګرهار ولایت کې ټولو په شراېطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په دې پروسه کې ګډون وکړي. علاقه مندان کولای شي د اړوندې شرطنامې سافټ کاپي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو او د تدارکاتو اصولو او لایحو مطابق په سرتړلي ډول د اعلان له خپرېدو څخه تر آفر پرانیستې نیټې پورې د جلال آباد ښاروالۍ ریاست ته وسپاري. 

د داو طلبۍ نېټه: ۸/ جدي / ۱۴۰۴ هـ ش/ سهار لس بجې 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

0778122221

یادونه: ناوخته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي

آدرس: د جلال آباد ښار اوله ناحیه، د جلال آباد ښاروالۍ څلورم منزل اول نمبر اطاق

۳- جدي – ۱۴۰۴ هـ ش

‎ـــــــــــــــــــ

‎د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Latest announcements

Sun, Jul 19 2026 12:14 PM
Background image

د یو تن محترم زلمی څرګند د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار د دریمې  ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم زلمی څرګند د محمد حسین زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(محصل خیل صافی ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په   . . .

Sun, Jul 19 2026 12:04 PM
Background image

د غنمو د خرڅلاو داوطلبۍ د اعلان په اړه

د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت غواړی په ۱۴۰۵ ه ش کال کی تولید شوی شاوخوا ۷۷۵۵۵.۹۳ منه غنم وپلوری اشخاص موسسی او شرکتونه که یی د اخیستلو خیال ولری د اعلان د نشر څخه وروسته دی د ۱۰لسو . . .

Sat, Jul 18 2026 11:04 AM
Background image

د جلال آباد ښار د درونټی تونل څخه تر پارک پوری د سرک، پل او د غر کټینګ پروژی د قرارداد په اړه

د تدارکاتو قانون ۴۳ مادی ۲ ففری پر بنسټ ټولو حکمی او حقیفی اشخاصو ته خبر ورکول کیږی، چی د جلال آباد ښاروالۍ ریاست، د جلال آباد ښار د درونټی تونل څخه تر پارک پوری د سرک، پل او د غر . . .

Back to announcements