جلال اباد ښاروال له ټولو مسولينو او منسوبينو سره ناسته ترسره کړه
جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري نن د زمري په دويمه نېټه د خپلې لومړى کاري ورځې په سهار جلال اباد ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو ريس ظهور احمد سهاک مالي او اداري ريس پرويز عليشنګي،نهه ګونو ناحيو امرينو او اداري پرسونل سره د پېژندنې ناسته ترسره کړه
په ياده ناسته کې جلال اباد ښاروال ټولو مسولينو او منسوبينو ته د قانون په رڼا کې د چارو د ښه ترسراوي په موخه جدي سپارښتنه وکړه، هغه ښاروالۍ د ټولو ښاريانو د خدماتو کور وباله او پدې لاره کې خدمت کول د ټولو رسالت وباله.