جلا اباد ښاروالۍ ښاري نظم ګډ کمېسیون له خوا د ګڼې ګوڼې کمولو او ښاري نظم راوستو لپاره د لغمان هډې، تالاشۍ څلور لارې او چپرهار زړې هډې د سړک غاړو تختونه لرې کړای شول.
جلا اباد ښاروالۍ ښاري نظم ګډ کمېسیون له خوا د ګڼې ګوڼې کمولو او ښاري نظم راوستو لپاره د لغمان هډې، تالاشۍ څلور لارې او چپرهار زړې هډې د سړک غاړو تختونه لرې کړای شول. د یادو ساحو د عمومي سړک د غاړې سبزي پلورونکو، مېوه پلورونکو او کراچیوانانو ته وار له مخه ویل شوي وو، چې د ښاروالۍ له خوا دوی ته په نښه شوو ځایونو ته لاړ شي او د سړک غاړې او پلې لارې د خلکو او ترافیکو پر مخ خلاصې کړي. له ښه مرغه چې له کومې ستونزې پرته پلورونکو پخپله خوښه یادې ساحې تخلیه کړې. د تختونو او کراچیو خاوندانو ته د ښار په مهمو ساحو کې بدیل ځایونه ورکول کېږي، چې خپل کاروبار په ښه توګه په ټاکل شوي ځای کې مخته یوسي.