جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ خپله پنځلس ورځنۍ نوبتي غونډه ترسره کړه
جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ خپله پنځلس ورځنۍ نوبتي غونډه ترسره کړه.
پرون دوشنبه د روان ١٣٩٨ کال د دلوی د میاشتې په ٢١مه نېټه جلال اباد ښاروال روح الامین حسن په مشرۍ مشورتي بورډ دواړو مرستیالانو د بورډ اکثرو غړو په ګډون کې خپله ١٥ ورځنۍ نوبتي غونډه وکړه
په یاده ناسته کې جلال اباد ښاروال روح الامین حسن له لورې د ”١٣٩٨“ کال د سرسبزۍ بشپړ پلان د تېرو کلونو په پرتله جلال اباد ښاروالۍ د عوایدو د لوړوالې، جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ له لورې د لومړی ناحیې اوړند په (مسلخ) کې د غونډو تالار د چارو ګزارش او شمیر نورو مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه شریک شو.