د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو اړوند د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د ملي دفاع وزارت د ٢٠١ خالد بن وليد قول اردو د تدارکاتو امريت په نظر کې لري چې ددې قول اردو اړوند ٦٥ قلمه مختلف النوع پرزه جاتو د ورکشاپ لپاره، يو قلم هاموي باطري د اسلحه او تخنیک مدیریت د ضرورت لپاره، د قول اردو قرارګاه په شمول د پنځه ګونو لواګانو لپاره د ٤٦ قلمه د ساختماني اجناسو چمتو کول او تر لاسه کول او دوه قلمه مختلف النوع باطري رنجر و انترنشنل د خريداري قرارداد ترسره کړي که هر څوک يې د داوطلبۍ خيال لري د اعلان د نشر څخه وروسته تر ٢١ کاري ورځو پورې دې خپل غوښتنلیکونه اړوندې ادارې ته وسپاري شرط پاڼه کتلى شي تضمین نغد اخيستل کيږي