د غير قانوني استخراج شوي معدني موادو په هکله اعلان
د ننګرهار ولایت دَ کانونو رياست دَ غير قانوني توګه دَ استخراج شوي معدني موادو په هکله لاندي اعلامیه خپره کړې
ټول هغه انفرادي اشخاص او شرکتونه چې قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې لري او قانوني جواز نه لري دَ ١٤٠١ /٧/٣٠ نيټې پورې دَ ننګرهار کانونو رياست سره ثبت کړي چې رويالټي به پرې ددولت خزانې ته جمع او خپل کاني موادو څخه په ازاد بازارونو کې استفاده وکړي دَ ياد وخت څخه وروسته که دَ هر چا په کور يا ګودام کې او يا نورو مربوطه ساحو کې کاني مواد ونيول شول کاني مواد يې ضبط او دَ سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي