د جلال اباد ښار ټولو هغو جایداد لرونکو مالکانو ته چې ملکتیتونه یی تجارتي ساحو کې موقیعت لري خبرتیا
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو ریاست ټولو هغه جایدادونو مالکانو ته چې ملکیتونه یی د تفصیلي پلان مطابق د جلال اباد ښار په تجارتي ساحو کې موقیعت لري ، او د تیرو دولتونو لخوا ورته توضیع شوې ، او تر دا دمه یی پکې اساسي ابادي نه وي کړې په درناوې خبر ورکول کیږي چې ددې خبرتیا د خپریدو د نیټې څخه تر (۲۰) ورځو پورې د ځپل ملکیتونه شرعي اسنادو سره د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو ریاست ته د ابادۍ درخواستې سره حاضر شي ، د نه حاضریدو په صورت کې لازم تصمیم نیول کیږي بیا به د شکایت حق ونلری