د غير قانوني استخراج شوي معدني موادو په هکله
د ننګرهار والي صاحب دَ نظر او د کانونو رياست دَ وړانديز له مخې چې د کانونو او پترولیم وزارت ته شوى وو چې ياد وزارت يى په اړه هدایت کړى چې دَ يوې مياشتې لپاره يې اعلان ته ورکړى داسې ويلي
ټول هغه انفرادي اشخاص او شرکتونه چې نفرايتو ډبرې لري او قانوني جواز نه لري دَ يوې مياشتې په موده کې دې دَ ننګرهار ولایت د کانونو رياست سره ثبت کړي چې رويالټى پرې دَ دولت خزانې ته جمع او خپل کاني موادو څخه په ازادو بازارونو کې استفاده وکړي