د ښار په اړه

د جلال آباد د ښار پېژندګلوي

د جلال آباد ښار د هېواد په ختيځ کې موقيعت لري چې د خپل جغرافېوي ارزښت له امله يو سرحدي او سوداګريز ښار دی. دغه ښار د ۱۳۲۷ کال د سروي پلان او ۱۳۴۹ کال ماستر پلان له مخې ۲۷ کيلو مترمربع مساحت درلود چې يوازی د ۴۰۰۰۰ وګړو لپاره يې تفصيلي پلانونه ترتيب شوي وه چې دمګړۍ د ۱۳۹۲ کال د نوي ماستر پلان له مخې يې مساحت ۱۲۶،۰۳ کيلومترمربع ته رسېږي او د وګړو شمېر يې تر يو ميليون ډېر دی لامل يې د ننګرهارولايت په اړونده ولسواليو کې د امنيتي وضعيت خرابوالی او هم د جلال آباد ښار د سوداګريز حيثيت په لرلو سره د ګاونډيو ولايتونو (کنړ،نورستان،لغمان) او هم تر ډيره يې د نورو ولايتونو وګړي او کورنۍ دې چې د کار او روزګار لپاره دغه ښار ته راګډه شويدي.

که څه هم د جلال آباد ښار چې په ۸۹۴ ه کال کې د جلال الدين اکبر له لوري يې د بنسټ ډبره ايښودل شوي د دنګو او پلنو ديوالونو لرونکی ؤ چې د فيلانو ګرځيده راګرځيدل پکې په اسانۍ سره ترسره کيدل او  څلور دروازي يې درلودي چې د (کابلۍ،هډي،پشاوري،بهسودۍ) په نامه يادېدې او ټول ښار د همدغو ديوالونو پذريعه احاطه شوی ؤ چې مساحت يې ۱۱۰ جريبه ؤ د نفوسو شمېر يې سلګونو کورنیو ته او د نوي ښار (شهرنو) په رامنځته کيدو د احتمالي انکشاف پخاطر ۴۰۰۰۰ وګړو ته پلان شوی چې اوس مهال يې شمېر سلګونو زره تنو ته رسېږي.

د جلال آباد ښار چې تاريخ يې د جلال الدين اکبر د دوري څخه پيلېږي تر دي وړاندي د جلال آباد ښار جنوب ته د هډي په نوم سيمه چې آباده او نږدي سوداګريزه سيمه وه چې پکې د هډا په نوم د لرغونو اثارو زيرمه شتون لري چې تر دوه زره کلونو وړاندې ډول ډول تنديسونه (مجسمي) تري ايستل شوي چې ډير لږ يې د کابل موزيم او ډيری يې د فرهنګ او ملي شتمنيو مافيا پذريعه د ګاونډيو هېوادونو په بازارونو کې وپلورل شول.

 دا چې په لومړيو کې د کابلي سيند او کنړي سيند څپو د جلال آباد ښار پر اقليم څه ناڅه ښه اغيز خپل کړی وو خو د جلال آباد سوزنده تودوخه دومره ژوره وه چې له امله يې د اوړي په موسم کې جلال آباد ميشتو دري ځلي پوټکي اچول. خو کله چې په ۱۳۴۲ کال کې د کانال نهر د جلال آباد له لويديځ څخه جنوب ته تر هزارناو پورې وغځيده تري ښکته او پورته ډاګونه او دښتي چې تر دې وړاندې يې د تبۍ په څير سوزنده تودوخه لرله د باغونو،فارمونو په رامنځته کيدو سره يې د جلال آباد ته د هميشه بهار کيدو پيغام ورکړ او د جلال آباد ښار په اوړي او ژمي کې د هستوګنۍ لپاره چمتو او مساعد شو.

جلال آباد ښار