د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د ادارې مجلس غونډه تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۸:۲۸
نیوز

۱۴۰۱/۵/۹
د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه!

د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند په مشرۍ، چې د شته ریاستونو رئیسانو، ناحیو آمرینو او مدیرانو هم حضور درلود د اداري مجلس غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د تخنېکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال د خپل ریاست اړوند په پروژو او فعالیتونو باندې خبرې وکړې او په راتلونکو پلانونو یې د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هم یې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

په ورته مهال د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر د ښاري حکومتولۍ په ارزښت او په ځانګړې ډول د ګذرونو په معیاري کېدو او د هغې په لارو چارو بحث او څرګندونې وکړې او په دغه برخه کې یې د یو شمېر ګذرونو د معیاري کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند وویل، چې هغه برخې چې ستونزې پکې موجودې وې، ژر به ورته مناسبې حل لارې وګوري، ترڅو وکولی شو ښه او پر وخت خدمات خپلو درنو ښاریانو ته وړاندې کړو.
نوموړي د ناحیو مسئولینو ته د غصب مخنېوي، عوايدو راټولیدو، د صفایې ټکسونو په تحویلۍ، لګښتونو او بوديجې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په ورستۍ برخه کې ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د حل په موخه یې په لازمو لارو چارو بحث او څرګندونې وشوې.
د يادونې ده چې د اداري مجلس غونډه په مياشت کې يو ځل تر سره کيږي، چې پر مهال يې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې او همدا راز بېلابېلو برخو کې لارښوونې سره شریکې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۶:۱۳
Background image

د ښار په مختلفو برخو کې اووه دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې

د ښار په مختلفو برخو کې ۷ دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې! د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د ماشوم ساتنې ادارې په مالي لګښت د ښار په بېلابېلو برخو کې ۷ دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې. دا کثافت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۷:۴
Background image

لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د لمريزې برښنا د روښنايي سيستم فعاله شو

۱۴۰۲/۱۲/۲۲ د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د لمرېزې برښنا د روښنایې سیستم فعال شو! د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د "UN-Habitat" ادارې له لوري د لومړۍ ناحیې په وچ ډنډ ساحه او نورو عمومي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۳ - ۱۶:۵۹
Background image

يوه ورځ مخامخ له ښاريانو سره

۱۴۰۲/۱۲/۲۳ یوه ورځ مخامخ له ښاریانو سره! جلال اباد ښاروال الحاج عبدالرزاق ضیایې، چې مرستیال ښاروال مولوي مومن حمید او رئیسانو یې ملتیا کوله نن له سلګونو ښاریانو سره د ښاري او سیمه. . .

BACK TO NEWS