د جلال اباد ښاروالۍ درېیم،څلورم او پنځمه رتبه ۱۰۸ بستونه ازادې سیالۍ په موخه اعلان کړل .

ناپیژنده (not verified)
عکس

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د حکومت موخو ته د رسېدو او د سالمې ادارې د رامنځته کېدو په پار، د روڼتیا د ټینګښت، د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون سره سم کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د مزار شریف، پلخمري، کندهار او د جلال آباد ښاروالیو ۴۰۳ د ۴، ۳ او ۵ بستونه د ازادې سیالۍ لپاره اعلان ته سپارلي دي.

د ګمارنې شرایط:

 د دغه بست غوښتونکي د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (۷) او (۸) مادو پر بنسټ ګمارل کیږي.

 د اتلس کلنۍ عمر بشپړول

 لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل، د ماسټرۍ سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 د دندو د لایحې اړوند د کاري تجربې، ښه – مدیریت او د رهبري وړتیا درلودل.

 د ښاري ستونزو او ننګونو پېژندل.

 د تفصیلي پلانونو د طرحې او پلي کېدو وړتیا لرل.

 د اقتصادي طرحو او د عوایدو د زیاتوالي وړتیا لرل.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي د اعلان شویو بستونو فورمې د اړونده ولایتونو د ښارواليو د بشري سرچینو له عمومی مدیریت څخه د ۱۳۹۹/۷/۱۲ تر ۱۳۹۹/۸/۲ نېتې پورې ترلاسه کري.

 

 

Documents

د خالی بستونو لیست

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۶
Background image

دَ زرغونتیا اونۍ

د زرغونتیا اوونۍ! روانه اوونۍ جلال اباد ښاروالي په ټولو ناحیو کې د نیالګېو کېنول کمپاین ته ځانګړې کړې، په ټولو هغه ساحو کې به ۱۵۰۰۰ زینتي او غیری زینتي بوټي کېنول شې چې ساتنه او پالنه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د تيلو قرارداد داوطلبي تر سره شوه

۱۴۰۲/۱۱/۲۲ جلال اباد ښاروالۍ لپاره د تیلو قرارداد داوطلبې ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ په مقام کې چې د نورو ادارو استازو هم پکې شتون درلود، د تیلو قرارداد لپاره داوطلبې ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د يو تن محترم غلام رباني د ميا جان زوى د جواز د تضمين په اړه

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست سپارښتنه کړې چې د يو تن محترم غلام رباني د ميا جان زوى چې د شپږمې ناحیې اوسیدونکى دى خپل جواز د تضمین په ډول په ياد رياست ته سپارلى چې د پير و پلور څخه يې . . .

Back to announcements