د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
نيوز

د جلال اباد ښاروالۍ ادارې غونډه ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ خپله نوبتي ادارې غونډه د ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند تر مشرۍ لاندې د مرستیال، مولوي مومن حمید رئیسانو، د ناحیو آمرینو او د یو شمېر مدیرانو په ګډون کې ترسره کړه. په یاده غونډه کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند د عوایدو په راټولولو، د غوره خدماتو په ترسره کولو، د ساختماني پروژو په څرنګوالي، د غصب شویو ملکېتونو تثبیت، املاکي مسایلو کې د چټکتیا او شفافیت رامنځته کولو، د ښاري نظم ټینګښت په موخه د لازمو لارو چارو په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وکړ او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې. د ټولو داخلي ریاستو رئیسانو او آمرینو په خپلو برخو کې معلومات وړاندې کړل او هم یې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې. په پای کې یو ځل بیا ښاروال یادونه وکړه چې، ټول خلکو ته په خدمتونو وړاندې کولو کې ګډ مسئولیتونه لرو او اړینه ده په دې برخه کې ریښتینې هڅې ترسره کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

د ښاري نظم‌ ټينګښت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ښاري نظم ټینګښت په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ په مشرۍ د ښاري نظم ټینګښت لپاره د ترانسپورت ریاست او ترافیکو مدیریت سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه

د جلال اباد ښاروالۍ ادارې غونډه ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ خپله نوبتي ادارې غونډه د ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند تر مشرۍ لاندې د مرستیال، مولوي مومن حمید رئیسانو، د ناحیو آمرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۱۶
Background image

جلال‌اباد ښاروالۍ خپله نوبتي مشورتي بورډ غونډه ترسره کړه

۱۴۰۱/۱۲/۲۵ د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ خپله نوبتي غونډه ترسره کړه. د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د تخنیکي او سکتوری. چارو رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد په مشرۍ د مشورتي بورډ نوبتي غونډه. . .

BACK TO NEWS