د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۹:۱۲
نيوز

د جلال اباد ښاروالۍ ادارې غونډه ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ خپله نوبتي ادارې غونډه د ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند تر مشرۍ لاندې د مرستیال، مولوي مومن حمید رئیسانو، د ناحیو آمرینو او د یو شمېر مدیرانو په ګډون کې ترسره کړه. په یاده غونډه کې د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند د عوایدو په راټولولو، د غوره خدماتو په ترسره کولو، د ساختماني پروژو په څرنګوالي، د غصب شویو ملکېتونو تثبیت، املاکي مسایلو کې د چټکتیا او شفافیت رامنځته کولو، د ښاري نظم ټینګښت په موخه د لازمو لارو چارو په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وکړ او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې. د ټولو داخلي ریاستو رئیسانو او آمرینو په خپلو برخو کې معلومات وړاندې کړل او هم یې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې. په پای کې یو ځل بیا ښاروال یادونه وکړه چې، ټول خلکو ته په خدمتونو وړاندې کولو کې ګډ مسئولیتونه لرو او اړینه ده په دې برخه کې ریښتینې هڅې ترسره کړو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې دَ جلال‌اباد ښاروال الحاج ملا نعمت الله اخند د غونډې په ترڅ کې وستايل شو

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》 د جلال اباد ښـــاروال الحاج ملا نعمت الله اخند د ښه ڪارونو له امله د یوې غونډې په ترڅ ڪې وستایل شو. نیټه : ۱۴۴۴/۹/۲۵ د ننګرهار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۸:۲۴
Background image

ښاري حکومتولۍ رئیس د ليدنو په جريان کې له نهمې ناحیې څخه ليدنه وکړه

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》 نیټه : ۱۴۴۴/۹/۲۴ د ښاري حڪومتولۍ رئیس د نهمې ناحیې امریت څخه لیدنه وڪړه . د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حڪومتولۍ رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۹:۳۰
Background image

د ښاري حکومتولۍ ریئس ددلومړۍ ناحیی څخه لیدنه وکړه

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》 نیټه : ۱۴۴۴/۹/۱۳ د ښاري حڪومتولۍ رئیس د لومړۍ ناحیې څخه لیدنه وڪړه. د جلال اباد ښاروال الحاج ملا نعمت الله اخند په ځانګړې سپارښتنه د ښاري. . .

BACK TO NEWS