اتمه ناحیه کې بې کیفیته چرګانو غوښه ضبط او لمنځه یوړل شوه

۱۴۰۱/۲/۲۴
اتمه ناحیه کې د چرګانو بې کیفیته غوښه ضبط او له منځه یووړل شوه.
د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اتمې ناحیې مسئولینو له لوري یاده غوښه د کامې پله بازار کې له یوه دوکاندار سره ونیول شوه چې په یوه مشتري یې پلورلې وه.
د مشتري د شکایت په اساس د اتمې ناحیې مامورینو له معاینې وروسته معلومه شوه، چې د غوښې کیفیت خراب دی. چې په پایله کې له منځه یووړل شوه.