د مشورتي بورډ لپاره ټاکنې پيل شوې

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 15 2022 8:49 AM
نيوز
ـــسم الله الــــرحمن الــــرحیم . د مشورتې بورډ لپاره ټاکنې پېل شوې! د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د ښاري حکومتولۍ له لوري د ۱۴۰۲ کال لپاره د وکیل ګذرانو او قومي مخورو ټاکنې له دویمې ناحیې پېل شوې. په دې تړاو په جوړو شوو، مراسمو کې د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر، د دویمې ناحیې آمر وحیدالله مخلص، علماء کرامو، ګذر وکیلانو، قومي مخورو او نورو مسئولینو برخه اخیستې وه. د یادو ټاکنو پرمهال د وکیل ګذرانو په استازولۍ "پرویز عزیزي" او د قومي مخورو په استازولۍ حاجي "محمد زمان" وټاکل شول. دوی به د راتلونکي یو کال لپاره د دویمې ناحیې د ولسونو په استازیتوب په مشورتي بورډ کې استازي وي. دا لړۍ په ترتیب سره نورو ناحیو ته هم وغځول شې.

Latest news

Sun, Nov 27 2022 8:50 AM
Background image

د مشورتي بورد پنځمې دورې لومړۍ ناسته ترسره شوه

بـــسم الله الـــرحمن الــــرحیم . د مشورتي شورا پنځمې دورې لومړنۍ ناسته تر سره شوه. د جلال اباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست له لورې د پنځمې دورې لپاره جوړه شوې مشورتي شورا خپله. . .

Wed, Nov 16 2022 2:36 PM
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ دَ پنځمې دورې لپاره دَ استازو دَ ټاکلو غونډه ترسره شوه

د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ د پنځمې دورې لپاره د استازو د ټاکلو غونډه ترسره شوه! یاده غونډه د جلال اباد ښاروالۍ د مرستیال مولوي مومن حمید په مشرۍ ترسره شوه، چې د بورډ پخوانیو او. . .

Tue, Oct 18 2022 8:55 AM
Background image

د ښارواليو قانون، پلان جوړونې او راپور ورکونې په اړه روزنيز سمينار تر سره شو

د ښاروالیو قانون، پلان جوړونې او راپور ورکونې په اړه د جلال اباد ښاروالۍ آمرینو او مدیرانو ته روزنیز سمینار ترسره شو. د ځاني ظرفیت لوړونې او د چارو په غوره توګه ترسره کیدو په موخه د. . .

BACK TO NEWS