د مشورتی شورا پیژندنه



د ښاروالیو د مشورتی شورا تاسیس
طرزالعـــمل

لمړی ماده: مبنی

دا طرزالعمل د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وزیرانو د عالی شورا تصویب شوې  پالیسي او د ښاروالیو د انتخاباتو د قانون (۸۱۴ ګڼه رسمي خپاره شوې جریده) د مفاداتو، د واقعیتونوله مخی چې په سیمه ییزوادارو کې د ښه حکومتداری ، د خلکو عمومی ونده اخیستلو، مشوره کول ، د ښاروالیو د ښه حکومتداری په خاطر تر ښاروالیو دعمومی ټاکنو د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د اساسي قانون د ۱۴۱ ماده  پر اساس وضع شویده  او عملي شي.

دوهمه ماده: د ښاروالۍ د مشورتی شورا ټاکنې او د هغو شرایط
 
- د ښاروالۍ د مشورتی شورا غړیوو شمیر د ښار د نواحیو د شمیر سره تړلې ده
- د هره ناحیي څخه دوه کسان د استاذې په ټوګه ټاکل کیږي، یعنی یو کس د ګذر د وکیلانو له جملې څخه او یو کس د ناحيې د میشت خلک څخه
- کومه ښاروالۍ چې ناحیې او ګذرونو درلودنکې نه وی او یا کم تر کمه دری ناحیي ولری، د هر لوی (جامع) جومات، د تکیه خانو او نورو مقدسه ځایونو څخه د اجماع او یا دانتخاباتو له طریقه اوه تنه استاذې
- کوم ښاروالۍ چې ناحیي او ګذرونو درلودنکې وی او په ګذرونو او ناحیې کې شوراګانې تاسیس شوې نه وی د عامه اجماع او یا دانتخاباتو - دوې استاذې د ناحیې په سطحه ټاکل کیږی
- په کومه ناحیي چې په ځینی ګذرونو کې شوراګانې تاسیس شوی وی او ځینی ګذرونو کې شورا نه وی د جامع جوماتونو، تکیه خانو او نورو مقدسه اماکن څخه یو یو استاذې او د ګذرونو د وکیلانو څخه یو استاذې د اجماع او یا انتخاباتو له طریقه
- په کومه ناحیې او ګذرونو کې چې د ګذرونو او ناحیې شوراګان تاسیس شوې وی دوه استاذې یو د ناحیې د شورا څخه او یو د ګذرونو د وکیلانو څخه د اجماع او یا سري، مستقیم، عمومي او آزادو انتخاباتو له طریقه
- د مختلفو ټولنیزو ښاري ادارو څخه چې ښاروالۍ سره کاری رابطه لری یو یو استاذې د  ښځو، د مدنی ټولنې، د ځوانانو، د شهداوو- معلولینو، د رسنیو، د خصوصی سکتور او د کسب ګرو (بدون د دغو نهادونود ریسانو او معاونینو) څخه د اجماع او یا د انتخاباتو له طریقه ټاکل کیږی
- کم تر کمه لس په سلو کې د مشورتی شورا څوکۍ ښځو ته اختصاص ورکول شویده
- د ښاروالۍ مشورتی شورا موده دوه کاله ټاکل شویده

دریمه ماده : د ښاروالیو د مشورتی شورا ترکیب

(۱) د ښاروالۍ د غړیتوب د نوماندیدو شرایط

هغه نر او ښځه چې لاندنۍ شرایط درلودونکې وی کولای شی چې د ښاروالۍ د مشورتی شورا غړېتوب ترلاسه کړی:
- د افغانستان تابعیت درلودل
- کم تر کمه  عمر یې ۲۵ کلنه وی
- کم تر کمه ۲ کاله یې په مربوطه ناحیه کې میشت وی
- کم تر کمه د بکلوریا او یا د هغه د معادل سند درلودونکې وی
- د ښاروالۍ کارکن نه وی
- هیڅ کورنې رابطه (میړه، ښځه، مور او یا پلار، زوی، ورور او وراره، خور او خورزه، اکا، تره ، د اکا او یا د تره زامن) د ښاروال او یا د ښاروالۍ ریسانو سره ونلری.
- د ولایت عالی رتبه او یا د ولایت د پرمختیایی کمیټه غړې نه وی.
- د پولیسو، اردو، امنیت، قضا او څارنوالی غړی نه وی
- د ښه نوم درلودونکې وی او د عدلي د څار لاندی نه وی
- وړ او متعهد ووسی

دریمه ماده : ...

(۲) د ښاروالۍ د مشورتی شورا پرانسته
د ښاروالۍ د مشورتی شورا د پرانستنه غونډی
د ښاروالۍ د مشورتی شورا په عمر پوخ غړې د پرانستې غونډی ریاست مسوولیت په غاړه اخلی .
 
(۳) استعفی ، مړینه ، ناروغتیا او یا عدم حضور په جلسی کې له دوومیاشتو څخه زیاتره
که چیری یو او یا څو غړي (رئیس ، مرستیال ، منشی او غړې) د ښاروالۍ د مشورتی شورا څخه استعفا ورکړی، ناروغ او یا د دوو میاشتو زیاتره جلسو کې حضور و نلری او یا مړشی د ښاروالۍ د مشورتی شورا مشرتابه تر نظر لاندی یو ځل بیا د مربوطه ناحیه، ګذر او یا ګروپ ټاکنې کیږی او دا هم که چیری د شورا موده د شپږ میاشت څخه کم پاتې نه وی.

څلورمه ماده : د ښاروالۍ د مشورتی شورا داخلی جوړښت
(۱) رئیس، مرستیال او منشی

- د ښاروالۍ د مشورتی شورا لومړنۍ  پرانست غونډه چه کم تر کمه د غړیوو دوه ثلثه موجودی وی دایریږی
- ددی شورا له غړیوو څخه د سري، مستقیم او شفافی ټاکنې له طریقه رئیس ، مرستیال او منشی د ساده اکثریت د رایو په ګټولو ټاکل کیږی

- که چیری ښځې د ټاکنو له طریقه د ریاست ، مرستیال  او منشی توب څوکۍ ترلاسه نکړی یو اضافه پست د دوم مرستیال په نامه ایجادیږی او د ښځینه غړیوو څخه یو کس د تفاهم او یا اجماع له لارې ورپیژندل کیږی
 
- د ریاست، مرستیال او منشی لپاره نوماند کسان ځان د ټاکنو له ترسره کیدو نه یو ګړۍ مخکې خپل نوماندی اعلانوی او دوی ته پنځه دقیقی وخت ورکول کیږی چه خپل ځان ګډون والوته ور وپیژنی

- د ښاروالۍ د مشورتی شورا رئیس ، مرستیال او منشی د یو کال لپاره ټاکل کیږی

د مشورتی شورا د رئیس دندې:
- د مشورتی شورا د غونډو ریاست
- د خلکو په استاذیتوب وړاندیزونه او مشورې ښاروالۍ ته وړاندی کول 
- د مشورتی شورا استاذیتوب کول - ښاروال ، ښاروالۍ او نورو دولتی او غیر دولتی ادارو ته
- د مشورتی شورا د غونډو نیټه او اجندا ټاکل
- د وړاندې شوې مشورې او پیشنهادونه د تحقق اطمینان ترلاسه کول

د مشورتی شورا د مرستیال دندې:
- د مشورتی شورا د رئیس سره همکاری د دندو سرته رسولو په منظور
- د رئیس په نه موجودیت کې د هغه دندې ترسره کول
- د مشورتی شورا یو فعال عضو په حیث دنده ترسره کول

د مشورتی شورا د منشی دندې :
- د اسنادو حفظ او تنظیمول په ښه ټوګه
- د رایو د شمیر او ثبت د مشورتی شورا په غونډن کې چیرته چه رای اخیستل کیږی
- د مشورتی شورا د غونډو د وخت، ځای او اجندا خلکوته اعلانول
- د مشورتی شورا د غونډو د موضوعاتو یاداشتول او خلکوته وړاندې کول
- د مشورتی شورا غړیوو سره د انفرادی په توګه د خلکو د جلسو تنظیمول
- د ښه روابط دساتلو اطمینان د ښاروالۍ او نورو دولتی او غیردولتی ادارو په سطحه

(۲) د مشورتی شورا د داخلی کاري کمیټه لخوا متخصصانو ته بلنه
د مشورتی شورا غړې کولای شی چې د تخصص او تجربې د  درلودلو په اساس د تخنیکی او فنی چارو کمیټې جوړې کړی او د ځینو خاصو مواردو په خاطر متخصصین دغه کمیټو ته بلنه ورکړی چې د ښاروالیو دداخلی چارو پالیسۍ کې تنظیم او باید ښاروالۍ لخوا هغه  وڅارل شی.

(۳) د ښاروالۍ مشورتی شورا د غړو معاش او مصارف
د مشورتی شورا مشرتابه او غړې د خپل خدماتو څخه هیڅ مالی (د ترانسپورټ، د موبایل کارټ او نورې ) ګټي نشی اخیستلای او دغه دنده په وړیا  او افتخاری ډول ترسره کوي.
ښاروالۍ یو کس د تسهیل کننده په حیث مشورتی شورا ته معرفی کوی.

پنځمه ماده : غونډې
د مشورتی شورا منظمه غونډې
- د مشورتی شورا مشرتابه او غړی هر دوی هفتې (۱۵) ورځنۍ جلسی دایروی.
- بیړنۍ غونډی ، که ضرورت وی او د دری په څلور غړی او یا د ښاروال په خواست باندی دایریدای شی
- د جلسی اجندا دوه ورځې مخکی نشر کیږی او خلک کولای شی چې د شورا منشی ته د اجندا په باره کې وړاندیز وکړی
- که چیرې دوه ثلثه غړي د شورا موجود وی جلسه دایریدای شی
- د مشورتی شورا د غړی دوه ثلثه تاییدی د مخکی شوی وړاندیز لپاره ضروری ده. که چیری د مخالف او موافق رایې مساوی وی نو د مشورتی شورا د رئیس رای به نهایی وی
- د مشورتی شورا جلسی په عمومی ټوګه ښکاره وی؛ مګر که د کومه امنیتی ستونزی دلایل موجود وی، او یا د غونډی دوه ثلثه غړی د محرمې غونډی غوښتونکې شی. 

- مشورتی شورا کولای شی چې ښاروال او یا د ښاروالۍ مسوولینو ته د شورا غونډې ته بلنه ورکړی چې راشی او دشورا دغړیو سوالونه ته ځواب وړاندی کړی.
- د مشورتی شورا منشی د غونډی یادداشت، مشوری، تصمیم او توصیی او د غړیو حاضری برابره وی او په هکله یې خلکواو ښاروال ته معلومات ورکړی.
د ښاروالۍ اداره، د مشورتی شورا د جلسو د دایریدو په خاطر او قرطاسیه او د اسنادو د ساتنی لپاره مناسب ځای وټاکی.
ښاروالۍ مکلف دی چې د درو میاشتو دننه دغه طرزالعمل د رسیدو نه وروسته د ګذرونو، ناحیې او مشورتی شورا جوړ کړی
د ښاروالیو د چارو لوی ریاست کولای شی چې خپل نماینده د مشورتی شورا د پرانست لپاره توظیف کړی

شپږمه ماده: د ښاروالۍ د مشورتی شورا دندې او مسؤولیتونه
(۱) د ښاریانو استاذیتوب
د مشورتی شورا د ښاریانو د استاذیتوب په اړوند لاندنۍ مسئوولیتونه لری:
- د ښاریانو د حقوقو د حمایت د ښاروالۍ ادارې ته
- د ښاری فرهنګ توسعه او پراخوالی
- د ښاروالۍ د چارو د اجرا لپاره خلک مشارکت ته تشویقول
- د ټولګټو چارو لپاره لوی غوندې/ جلسی دایرول
- د ښاریانو د وړاندیزونو او ګوټ نیونکې میکانیزم حمایت د ښاروالۍ ادارې داجراآتو په برخه ښاریانو ته وړاندی کول د شفافیت رامینځ ته کیدو په خاطر .
- د ښاریانو د ښارې منازعی حل

(۲) د ښاریانو ستونزو ته ځیرکتنه
د مشورتی شورا د ښاریانو د ستونزو د ځیرکتنې په خاطر لاندنۍ مسؤولیتونه لری:
- د ښاریانو د ستونزو د ځیرکتنه میکانیزم څخه نظارت او د ښاریانو د شکایتونو اوریدل او د ستونزو حل د ښاروالۍ په چارو کې
- د ښاریانو د شکایات ښاروالۍ ته رسول
- د ښاریانو د شکایتونو ځیر ، ارزونې او تعقیب کول

شپږمه ماده: ...
(۳) د ښاروالۍ د خدماتی چارو کتل او ارزونه
دښاروالۍ د خدماتو د وړاندی کولو په رابطه د مشورتی شورا لاندی مسؤولیتونه لری:
- د ښاروالۍ د خدماتو د وړاوندی کولو کتل او ارزونی، او د ښه خدماتو وړاندی کولو لپاره مشوری او وړاندیز د کثافاتو د مدیریت، د کوڅو پاکول، د سړکونو او کوڅو پخول ، پلی لاری، پارکونه، عامه تشنابونه او نورې بنستیزې، فرهنګی او اقتصادی ځایونو جوړولو لپاره مشورې
- د ښځو، ځوانانو، ماشومانو او نورو اقشارو لکه سوالګرو، معلولینو، زوړ او یتیمانو د ښه خدمت په خاطر ښاروالۍ ته مشوری ورکول
- د ښاري اقتصادی او پراختیایی پلانونو د تطبیق په خاطر دښاروالۍ ادارې حمایت کول
- د ځمکو د غصب مخنیوی، د خودسرو کورونو په غیر پلانی ساحو او غیر قانونی ساختمانونو د مخنیوی لپاره مشوری او وړاندیزونو ورکول
 
(۴) د ښاروالۍ د بودجې او پراختیایی چارو پلان ته مشورې
د ښاروالۍ د پراختیایی بودجې او پلانونو په رابطه مشورتی شورا لاندې مسئوولیتونه لری:
- د ښاروالۍ د پراختیایی پلانونو، ښاروالۍ سره د خصوصی سکتور شراکت، د بودجې د تدوین او طرحې لپاره ونډه اخیستل او مشورې ورکول
- د ښاریانو سره په ګدې پلان جوړولو او د بودجې تدوین لپاره آسانتیاوی برابرول
- د بودجې ، قراردادونو او پراختیایی پلانونو د تطبیق څارنه او ښاروالۍ ته مشوره او وړاندیزونه ورکول
- که چیری مشورتی شورا د بودجې، قراردادونو او پراختیایی پلان سره موافق نه وی خپل دلایل او وړاندیزونه په کتبی ډول ښاروال او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکه ادارې د ښاروالیو د چارو لوی ریاست ته وړاندی کوی او د بیا کتنی خوښتنه کولای شی.

شپږمه ماده: ...
(۵) د ښاروالۍ د  محصول د چارو ارزونی :
د ښاروالۍ د محصولاتو او فیسونو په اړه د مشورتی شورا مسئوولیتونه په لاندی دول دی:
- د ښاروالۍ د محصولاتو، فیسونو، کرایو او یا مطالباتو، اجاره او د ملکیتونو د خرڅولو په اړه ښاروالۍ ته مشوری ورکوی او ښاروالۍ ته د نوی عایداتې چینې په ګوته کوی
- د ښاروالۍ د مطالباتو او د محصولاتو تادیې لپاره ښاریان تشویقول
- د عوایدو د لوړوالې په اړه د ښاریانو د اقتصادی وړتیاوی په پام کې نیولو سره سم ښاروال ته مشورې ورکول
- د ښار د اقتصادی پراختیاوی پروګرامونو په اړه د خصوصی سکتور تشویقول (د خصوصی سکتور او ښاروالۍ شراکت)
 
(۶) د ښاروالۍ کړنې انعکاس ورکول
مشورتی شورا د ښاروالۍ د کړنې انعکاس ورکولو لپاره لاندی دندی لری:
- د ښاروالۍ د کړنو ګزارش خلکوته په ښکاره دول
- د هغو کړنو په اړه چې اصلاح ته ضرورت ولری ښاروالۍ ته د اصلاحي مشوره ورکول
- د ښاروالۍ د کړنې ګزارش د ولایت مقام ته
- که چیری د ښاروالۍ د کړنې په اړه کوم مشکل پیدا شی مشورتی شورا د ولایت مقام او د سیمه ایزو ارګانونو دخپلواکه ادارې د ښاروالیو د چارو لوی ریاست ته محول کوی.
 
(۷) د تقنینی اسنادو په رابطه د مشورتی شورا مشوری
مشورتی شورا کولای شی د لایحو ، طرزالعملونو او مقررو د ښاروالۍ د چارو په اړه او د ښاری واقعیتونو په پام کې نیولو سره مربوطه ښاروال ته د تعدیل وړاندیزونه وکړی

اوومه ماده: د ښاروالیو د مشورتی شورا او د ښاروالیو د چارو لوی ریاست او نورو دولتی ادارو ترمینځ اړیکې
د ښاروالۍ د مشورتی شورا د کړنی دری میاشتنۍ رپوټ مربوطه ښاروال ته او د ښاروالیو د چارو لوی ریاست ته ورکوی
د ښاروالیو د چارو لوی ریاست په دغه طرزالعمل کې د ښه والې په خاطر لازمی تعدیلات رامینځ ته کول.
د ښاروالۍ د مشورتی شورا نورو شوراګانو سره لکه نورې مشورتی شوراګانې، ولایتی شوراګانې او نورو اړه ادارو سره د ښاروالۍ د چارو په اړه رابطه او همکاری تامینولای شی.
 
اتمه ماده : د ښاروالۍ د مشورتی شورا تعلیق
(۱) د اضطرار حالت
که چیری د مملکت په سطحه او یا د ولایت او یا د ولسوالی په سطحه د اضطرار حالت سره مخ شی دا مشورتی شورا د موقتی مودی لپاره تعلیق کیږی او د اضطرار حالت د رفع کیدو څخه وروسته خپل چاروته بیرته پیل کولای شی.  
 
نهمه ماده: د مشورتی شورا تاسیس کول
ټول دولایتی مرکزی ښاروالۍ د مربوطه ښار مشورتی شوراګانې تاسیسوی او د سیمه ایزو د خپلواکه ادارې د ښاروالیو د چارو لوی ریاست په انتخاب د ولسوالیو ښاروالیو مشورتی شوراګانې تاسیسیدای شی.

لسمه ماده : د تطبیق نیټه

دا طرزالعمل د سیمه اییزو د خپلواکه اداری د لوی ریس د منظوری نه وروسته د تطبیق وړ ده