د مشورتی شورا فعالیتونه

د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي شورا غړو ته یو ورځیني ورکشاپ ترسره شو

د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي شورا غړو ته د چارو د ښه ترسراوي په موخه نن د چهارشنبې په ورځ (۹-۴-۲۰۱۳) یو ورځینی ورکشاپ ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې له کابل څخه راغلو، د ښاروالیو چارو عمومي ریاست او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/د سیمه ایزې حکومتولۍ پروګرام کارکوونکو لخوا ګډونوالو ته په بېلابېلو موضوعاتو پريزنټیشنونه وړاندې او ګروپي کارونه ترسره شول.

د مشورتي شورا غړو ته د ښاروالۍ د دندو، د مشورتي شورا د دندو، د ناستو د مدیریت او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.

په پای کې د جلال اباد ښاروالۍ د کارکوونکو له لوري د ښاروالۍ کلنی پلان وړاندې شو او په روانو پروژو بحث وشو.

په ورکشاپ کې د جلال اباد ښاروالي د مشورتي شورا ۲۱ تنه غړي په پنځو کمیټو وویشل شول، تر څو خپلې چارې په منظمه او سمه بڼه مخ ته یوسي.

د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورد چې ۲۱ تنه غړي لري، د روان کال د غبرګولي (جوزا) میاشت کې رامینځته شو او د غړو د پټو او مستقیمو رایو له لارې یې مشر، مرستیال او منشي وټاکل شول.

 

د جلال اباد ښاروالی مشورتی شورا جوړه شوه

د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره راغلی پلاوی په مشری د ښاروالی همکاره موسسی UNDP/ASGP په تخنیکی مرسته  د ښاروالی مشوراتی شورا د ښاروالی میلمستون په تالار کی په لاندی ډول انتخابات پیل شوه

په لومړی قدم کی غونډه د محترم عبدالرزاق  پاچا د قران کریم په تلاوت پیل شوه . وروسته پرانستونکی وینا محترم انجینر حکیم د ښاروالی مرستیال د شورا په اهمیت رڼا واچوله، د ښاروالی په چاروکی د شورا څخه په ټولو عرصو کی همکاری و غوښته بیا وروسته انجنیر واصل د سیمه اییزو ارګانونو  خپلواکی  اداری استازی د شورا په جوړښت او طرزالعمل او ګټی په اړه پوره معلومات ورکړو

د ښاروالی مشورتی شورا په راس کی یو ریس دوه مرستیالان او یو منشی لری چی د ذکر شوی څوکیو لپاره محترم حاجی صاحب ګل مراد ، محترم  سید عبدالرزاق  پاچا ، نور احمد نورانی او حبیب الرحمن  ځانونه کاندیدان کړو چی  د مستقیمو څری او ازادو ټاکنو په پایله کی محترم حاجی صاحب ګل مراد د ریس  ، سید عبدالرزاق  پاچا د لومړی مرسیتال په توګه ، اغلی ضیاګل   د دوهمی مرسیتالې په توګه او محترم حبیب الرحمان د منشی په توګه و ټاکل شوو .

د ټاکنو څخه وروسته د ښاروالی مشورتی شورا ریس حاجی صاحب ګل مراد د غونډی ګډونوالو او د جلال اباد ښار اوسیدنکو ته ډاډ ورکړ چی خپله دنده به په ښه توګه سرته  رسوی او د جلال اباد ښار په ابادولو کی به خپلو همکاریو ته دوام ورکوی

غونډه په  اختتامه دعای  سره پا ی ته ورسید