شپږمه ناحیه

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

شپږمه ناحیه

دجلال اباد ښار شپږمه ناحیه د جلال اباد د ښاروالی یو د اداری  واحدونو څخه شمیرل کیږی چی د شمال لورته یی د کانال ریاست ویاله او جنوب لورته یی ددولت زیو او ترلی فامیلی او شرق لور ته یی د هډی فامیلی او ختیځ لورته یی د شپږمی ناحیی هدیره پرته ده .

د جلال اباد ښاروالی شپږمه ناحیه کی تقربیاً  (6400) د استګونی نمری  او (4) مارکیټونه او چه په د مارکیټونو کی (137) دوکانونه شتون لری او د نوموړی ناحیی نفوس تقریباً  (40000) کسه دی.

تشکیل :   د مامورینو او کارمندانو تعداد یی د تشکیل د مخی (مدیر ، مدیر معاون ، دوه مامورین ، او دوه تنه اجیران ) دی او د ضرورت په وخت کی خدمتی مامورین د جلال اباد ښاروالی لخوا معرفی کیږی .

 

 

د شپږمی  ناحیی د مامورینو دندی په لاندی ډول دی :  

  1. د ښاروالی د هدایاتو او امرونو تطبیق او عملی کول
  2. د لایحی سره سم داستوګن او دولتی ځایونو  د صفا َی محصول راټولول او تحویلول
  3. د مکتوبونو صادرول او واردول اړونده اداروته او د ورځنی کارونو پر مخ وړل
  4. د اساس په کتاب د قبالو ثبتول
  5. د اسنادو ساتنه او څارنه
  6. د کورونو ،سرایونو، مارکیټونو او دوکانونو د تیر کال د صفایی بیلونو جوړول او نقلول
  7. د باقیداری جدول د کال په اخیر کی رسمآ تحصیلی مدیریت ته لږیل کیږی
  8. د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی  د مثال په ډول د شهیدانو وثیقو ترتیبول ، د معلولینو وثیقو ترتیبول ، د پاسپورت ترتیبول ، د تذکری جوړول ، د نکاه خطونو جوړول ، ضمانت خط جوړول ، د بریښنا دویش د فورمو تصدیقول ، او د اوبو نل د ویش فورمو تصدیقول او داسی نور
  9. د خپل سری او غیر قانونی  ودانیو د جوړولو څخه مخ نیوی کول
  10. د مشرانو او د ګذر وکیلانو سره د ملاقاتونو ترتیبول
  11. د دولتی ځمکو او پارکونو د غصبولو څخه مخ نیوی کول
  12.  د عوایدو د لوړوالی لپاره د کورونو، مارکیټونو او دوکانونو خاوندانو ته د صفای تعرفی تقسیمول