څلورمه ناحیه

 

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

څلورمه ناحیه

دجلال اباد ښار څلورمه  ناحیه د جلال اباد د ښاروالی یو د اداری  واحدونو څخه شمیرل کیږی چی ختیځ لور ته یی بیز اکمالاتی ،قصبه ، چهار اسیاب ، او روښان مینه پرته ده . او لویدیڅ لورته یی د زرګری د چوک په امتداد د انګورباغ سړک کیڼ طرف ته تر فارم هډی پل پوری او شمال لور ته یی قصبه اخیر د قول اردو او فامیلی څخه د مستوفیت چوک نه تر د زرګری کوڅه د اسحاق زی مارکیټ پوری او سهیل لور ته یی بیز اکمالاتی زرین اباد ،مجبور اباد، تلویزون تپه او پخوانی مال مندی پروت دی.

څلورمه ناحیه 19 د ګذر وکیلان لری ، 1648 پلانی کورونه او 3147 غیر پلانی کورونه لری ، 136 سرایونه او مارکیټونه لری

تفریحی ځایونه او پارکونه :

شپږ پارکونه په شهانزده فامیله کی او یو عمومی پارک د انګورباغ د سړک چپ لور ته او بل د چهل متری دواړو لورته

تجارتی مرکزونه :

علی بابا لمیټد ، هیواد لمیټد ، سپین غر د چرګانو پلورنځی

هوټلونه او ریسټورانټونه :

پنج ستاره هوټل او کنیشکا هوټل

تعلیمی اداری :

دولتی : ننګرهاری لیسه ،الاي لیسه ، بی بی عایشه لیسه ، نصرت لیسه ، زراعت لیسه ، میخانیکی لیسه او د مجبور اباد لیسه

غیر دولتی:  افغان مراد لیسه ، الفلاح لیسه ، التقوا لیسه ، جمعت اصلاح ټولنه او سپین غر انستیتوت

احصايه:   په څلور مه ناحیه کی  137240 نارینه او ښځینه او ماشومان ژوند کو ی

 

 

 

 

د څلورمی  ناحیی د مامورینو دندی په لاندی ډول دی :  

  1. د ښاروالی د هدایاتو او امرونو تطبیق او عملی کول
  2. د لایحی سره سم داستوګن او دولتی ځایونو  د صفا َی محصول راټولول او تحویلول
  3. د مکتوبونو صادرول او واردول اړونده اداروته او د ورځنی کارونو پر مخ وړل
  4. د اساس په کتاب د قبالو ثبتول
  5. د اسنادو ساتنه او څارنه
  6. د کورونو ،سرایونو، مارکیټونو او دوکانونو د تیر کال د صفایی بیلونو جوړول او نقلول
  7. د باقیداری جدول د کال په اخیر کی رسمآ تحصیلی مدیریت ته لږیل کیږی
  8. د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی  د مثال په ډول د شهیدانو وثیقو ترتیبول ، د معلولینو وثیقو ترتیبول ، د پاسپورت ترتیبول ، د تذکری جوړول ، د نکاه خطونو جوړول ، ضمانت خط جوړول ، د بریښنا دویش د فورمو تصدیقول ، او د اوبو نل د ویش فورمو تصدیقول او داسی نور
  9. د خپل سری او غیر قانونی  ودانیو د جوړولو څخه مخ نیوی کول
  10. د مشرانو او د ګذر وکیلانو سره د ملاقاتونو ترتیبول
  11. د دولتی ځمکو او پارکونو د غصبولو څخه مخ نیوی کول
  12.  د عوایدو د لوړوالی لپاره د کورونو، مارکیټونو او دوکانونو خاوندانو ته د صفای تعرفی تقسیمول

د تنظیفاتو په برخه کی :

د ښاروالی په چوکاټ کی د تنظیفاتو مدیریت کارکوی چی په اوسنی شرایطوکی د نفوسو تراکم او د کثافاتو زیاتوالی د ښار په مختلیفو  ساحو کی خلک یی د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی. سره له دی مشکلاتو بیا هم د کثافاتو انتقال او د ویالو پاکاری هر ورځ په څلورمه  ناحیه کی تر سر کیږی او کثافات د ښار څخه د باندی وړل کیږی او هلته ښښیږی او یا هم له منځه وړل کیږی.

دڅلورمی  ناحیی د کارکونکو نوم لړ

شمیره

نوم

دنده

د اړیکی شمیره

1

عبدالعلیم  

د ناحیی مدیر

0799825777

2

حاجی صلاح الدین  

د ناحیی معاون

0777995238

3

عبدالشکور  

اداری مامور

0799846110

4

حاجی محمد اسلم  

مامور

0700626098

5

عبد الظاهر  

مامور

0799022662

6

فضل الرحمن  

مامور

0700622640

7

ارشاد الله  

مامور

07772404980

8

عبدالجبار  

مامور

0777341900

9

سراج الحق

مامور

0775221650

10

محمد ایمل

مامور

0700608004

11

حاجی عبدالبصیر

مامور

0778200950