دریمه ناحیه

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

د دریمی ناحیی مدیریت

دجلال اباد ښار دریمه  ناحیه د جلال اباد د ښاروالی یو د اداری  واحدونو څخه شمیرل کیږی چی لویدیځ لورته یی د کمبو خوړ ، ختیځ لورته یی د همیشه بهار هوټل په امتداد د عربانو ګولای پوری او شمال لور ته یی د کابل سیند او جنوب لور ته یی سبزی منډوی او واټر پمپونو سړک پراته دی .

تشکیل:  د جلال اباد ښار ددریمی ناحیی مدیریت کی (7) تنه مامورین او کارمندان کار کوی چی عبارت دی له ( مدیر ، د مدیر معاون ، مامورین ، پولیس او اجیر )

تجارتی مرکزونه :

1. د ننګرهار امنیی قومندانی ته څیرمه د کوچیانو مارکیټ

2. د پوهنتون روغتون ته څیرمه د حاجی زرجان مارکیټ

3. دپومنتون روغتون ته څیرمه د همیشه بهار هوټل

دولتی اداری :

1. د ننګرهار ولایت د امنیی قومندانی مقام

2. د عامی روغتیا ریاست

3. د کاراو ټولنیزو چارو ریاست

4. ددریمی امنیتی حوزه

5. د قول اردو پوری اړوند مکرویانونه

6. د پوهنتون شفاخانی ریاست

7. د شهیدانو او معلولینو ریاست

8. د ښځو چارو ریاست

تعلیمی اداری :

دولتی :  دښوونی او روزنی پوهنځی ، د چکنوریو لیسه ، بی بی زینب لیسه ، د عربانو لیسه ، د تجربوی لیسه

غیر دولتی:  کابل نړیوال ښونځی ، خراسان پوهنتون ، ختیځ نړیوالی ښوونځی ، احمد شاه دورانی عالی لیسه او د اتحاد لیسه

احصايه:  په دریمه ناحیه کی تقربیاً (120000) نارینه ، ښځینه او ماشومان ژوند کوی

 

د دریمی  ناحیی د مامورینو دندی په لاندی ډول دی :  

  1. د ښاروالی د هدایاتو او امرونو تطبیق او عملی کول
  2. د لایحی سره سم داستوګن او دولتی ځایونو  د صفا َی محصول راټولول او تحویلول
  3. د مکتوبونو صادرول او واردول اړونده اداروته او د ورځنی کارونو پر مخ وړل
  4. د اساس په کتاب د قبالو ثبتول
  5. د اسنادو ساتنه او څارنه
  6. د کورونو ،سرایونو، مارکیټونو او دوکانونو د تیر کال د صفایی بیلونو جوړول او نقلول
  7. د باقیداری جدول د کال په اخیر کی رسمآ تحصیلی مدیریت ته لږیل کیږی
  8. د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی  د مثال په ډول د شهیدانو وثیقو ترتیبول ، د معلولینو وثیقو ترتیبول ، د پاسپورت ترتیبول ، د تذکری جوړول ، د نکاه خطونو جوړول ، ضمانت خط جوړول ، د بریښنا دویش د فورمو تصدیقول ، او د اوبو نل د ویش فورمو تصدیقول او داسی نور
  9. د خپل سری او غیر قانونی  ودانیو د جوړولو څخه مخ نیوی کول
  10. د مشرانو او د ګذر وکیلانو سره د ملاقاتونو ترتیبول
  11. د دولتی ځمکو او پارکونو د غصبولو څخه مخ نیوی کول
  12.  د عوایدو د لوړوالی لپاره د کورونو، مارکیټونو او دوکانونو خاوندانو ته د صفای تعرفی تقسیمول

د تنظیفاتو په برخه کی :

د ښاروالی په چوکاټ کی د تنظیفاتو مدیریت کارکوی چی په اوسنی شرایطوکی د نفوسو تراکم او د کثافاتو زیاتوالی د ښار په مختلیفو  ساحو کی خلک یی د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی. سره له دی مشکلاتو بیا هم د کثافاتو انتقال او د ویالو پاکاری هر ورځ په دریمه  ناحیه کی تر سر کیږی او کثافات د ښار څخه د باندی وړل کیږی او هلته ښښیږی او یا هم له منځه وړل کیږی.