دوهمه ناحیه

 

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

دوهمه ناحیه

دجلال اباد ښار دوهمه ناحیه د جلال اباد د ښاروالی یو د اداری  واحدونو څخه شمیرل کیږی چی د شمال ختیځ له لخوا د بزازی چوک د حاجی غلجی مارکیټ څخه پیل شوی دی چی د سویل  له لوری د انګورباغ  سرک په امتداد د فارم هډی پُل پوری غزیدلی دی او دلویدیځ له لوری د عربانو ګولای پوری او د عربانو ګولای د شمال لویدیځ څخه د سویل په لوری یو سیمه د عربانو څخه د امنیت ملی د ریاست نه تر سمسور مینه د سویل په امتداد د شهید عبدالحق اخیر پوری غزیدلی دی.

د فارم هډی پُل د شمال ختیځ څخه د غرب په امتداد تر د شهید عبدالحق د پروژی د اولی حصه کی قرار لری چی یاده شوی سیمی د جلال اباد ښار دوهمه ناحیه پوری مربوط دی .

د جلال اباد ښار دوهمه ناحیه لرونکی د (۱۹) ګذر دی دپلانی  کورونو شمیر (۱۳۱۴) او د غیر پلانی کورونو شمیر یی (۱۴۰۲) ته رسیږی. د دوهمی ناحیی نفوس تقریبآ (۱۵۳۹۱) ته رسیږی.

 استوګنی کورونو څخه پرته (۸) بابه دولتی ساختمانونه او (۳۱۵) بابه تجارتی مارکیټونه ،سرایونه او دوکانونه په دغه ناحیه کی شتون لری.

 

ددوهمی ناحیی د مامورینو دندی په لاندی ډول دی :  

  1. د ښاروالی د هدایاتو او امرونو تطبیق او عملی کول
  2. د لایحی سره سم داستوګن او دولتی ځایونو  د صفا َی محصول راټولول او تحویلول
  3. د مکتوبونو صادرول او واردول اړونده اداروته او د ورځنی کارونو پر مخ وړل
  4. د اساس په کتاب د قبالو ثبتول
  5. د اسنادو ساتنه او څارنه
  6. د کورونو ،سرایونو، مارکیټونو او دوکانونو د تیر کال د صفایی بیلونو جوړول او نقلول
  7. د باقیداری جدول د کال په اخیر کی رسمآ تحصیلی مدیریت ته لږیل کیږی
  8. د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی  د مثال په ډول د شهیدانو وثیقو ترتیبول ، د معلولینو وثیقو ترتیبول ، د پاسپورت ترتیبول ، د تذکری جوړول ، د نکاه خطونو جوړول ، ضمانت خط جوړول ، د بریښنا دویش د فورمو تصدیقول ، او د اوبو نل د ویش فورمو تصدیقول او داسی نور
  9. د خپل سری او غیر قانونی  ودانیو د جوړولو څخه مخ نیوی کول
  10. د مشرانو او د ګذر وکیلانو سره د ملاقاتونو ترتیبول
  11. د دولتی ځمکو او پارکونو د غصبولو څخه مخ نیوی کول
  12.  د عوایدو د لوړوالی لپاره د کورونو، مارکیټونو او دوکانونو خاوندانو ته د صفای تعرفی تقسیمول

د تنظیفاتو په برخه کی :

د ښاروالی په چوکاټ کی د تنظیفاتو مدیریت کارکوی چی په اوسنی شرایطوکی د نفوسو تراکم او د کثافاتو زیاتوالی د ښار په مختلیفو  ساحو کی خلک یی د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی. سره له دی مشکلاتو بیا هم د کثافاتو انتقال او د ویالو پاکاری هر ورځ په دوهمه ناحیه کی تر سر کیږی او کثافات د ښار څخه د باندی وړل کیږی او هلته ښښیږی او یا هم له منځه وړل کیږی.

 

ددوهمی ناحیی د کارکونکو نوم لړ

شمیره

نوم

دنده

د اړیکی شمیره

1

محمد اصف  برید

د ناحیی مدیر

07002202081

2

محمد اسلم

د ناحیی معاون

0786498334

3

سید فاروق

اداری مامور

0700605359

4

علی اکبر

د عوایدو مامور

0700604403

5

محمد رضوان

مامور ساحه

0778456974

6

محمد رسول

 

0700613558

7

حفیظ احمد

 

0702488400

8

سید عظیم