لومړى ناحیه

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

د لومړی ناحیی مدیریت

د جلال اباد لومړی ناحیی د جلال اباد د ښاروالی د اداری د واحدونو د جملی څخه یوه اداره ده چی د قول اردو ساحی د شمال ختیڅ نقطی څخه شروع تر بهسود د سیند جنوب لویدیځ د قصبی په امتداد د عربانو ګولای تر سرک او دجنوب لویدیځ په لور د پوهنتون شفاخانی تر سرک او د کابل سیند شمال په لور په لویدیځ کی د ولایت مقام کښتنی برخی څخه شروع او په شمال ختیځ کی د سیند خط السیر په لور د بهسودو تر زنګوی پوری ساحی د جلال اباد د اولی ناحیی پوری اړه لری لومړی ناحیه (27) ګذره او (14) تنه د ګذر وکیلان لری (925) بابه د استوګنی پلان شوی کورونه او (801) بابه غیری پلانی کورونه  لری او استوګنځایونو څخه پرته (36) بابه دولتی ودانی په مجموعی توګه (305) دربند سوداګریځی مارکیټونه او دوکانونه لری ددغی ناحیی د اوسیدونکو شمیر یی تقریباً (162810) کسانو ته رسیږی

د لومړی ناحیی د مامورینو دندی په لاندی ډول دی :  

  1. د ښاروالی د هدایاتو او امرونو تطبیق او عملی کول
  2. د لایحی سره سم داستوګن او دولتی ځایونو  د صفا َی محصول راټولول او تحویلول
  3. د مکتوبونو صادرول او واردول اړونده اداروته او د ورځنی کارونو پر مخ وړل
  4. د اساس په کتاب د قبالو ثبتول
  5. د اسنادو ساتنه او څارنه
  6. د کورونو ،سرایونو، مارکیټونو او دوکانونو د تیر کال د صفایی بیلونو جوړول او نقلول
  7. د باقیداری جدول د کال په اخیر کی رسمآ تحصیلی مدیریت ته لږیل کیږی
  8. د خلکو مشکلاتو ته لاس رسی  د مثال په ډول د شهیدانو وثیقو ترتیبول ، د معلولینو وثیقو ترتیبول ، د پاسپورت ترتیبول ، د تذکری جوړول ، د نکاه خطونو جوړول ، ضمانت خط جوړول ، د بریښنا دویش د فورمو تصدیقول ، او د اوبو نل د ویش فورمو تصدیقول او داسی نور
  9. د خپل سری او غیر قانونی  ودانیو د جوړولو څخه مخ نیوی کول
  10. د مشرانو او د ګذر وکیلانو سره د ملاقاتونو ترتیبول
  11. د دولتی ځمکو او پارکونو د غصبولو څخه مخ نیوی کول
  12.  د عوایدو د لوړوالی لپاره د کورونو، مارکیټونو او دوکانونو خاوندانو ته د صفای تعرفی تقسیمول

د تنظیفاتو په برخه کی :

د ښاروالی په چوکاټ کی د تنظیفاتو مدیریت کارکوی چی په اوسنی شرایطوکی د نفوسو تراکم او د کثافاتو زیاتوالی د ښار په مختلیفو  ساحو کی خلک یی د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی. سره له دی مشکلاتو بیا هم د کثافاتو انتقال او د ویالو پاکاری هر ورځ په لومړی ناحیه کی تر سر کیږی او کثافات د ښار څخه د باندی وړل کیږی او هلته ښښیږی او یا هم له منځه وړل کیږی.

 

دلومړی ناحیی د کارکونکو نوم لړ

شمیره

نوم

دنده

د اړیکی شمیره

1

سلیمان (اسحق زی )  

د ناحیی مدیر

0772249409

0782723640

2

انجینر زلمی ځان

د ناحیی معاون

0783830322

3

محمد ابراهیم خان

د ناحیی مامور

0700640041

4

نقیب الله خان

د ناحیی مامور

0799323930

5

عبدالمتین خان

د ناحیی مامور

0700616553

6

غریب الله

د ناحیی مامور

0700612478

7

حفیظ احمد خان

د ناحیی مامور

0702488400

8

حاجی محمد رسول خان

د ناحیی مامور