د ساختمان آمریت

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

د ساختمان عمومی امریت  

 

د ساختمان عمومی امریت دویم بست دی چی پخپل تشکیل کی د توزیع،استملاک ، مهندسی ، انجینری ، براوردی او قیرریزی مدیریتونه لری چی د ساختمان په عمومی امریت کی (14) انجینران رسماً په کار بوخت دی چی د مهندسی ، انجینری ، قیرریزی او براوردی مدیریتونو کی دوه دوه تنه مقرر دی ، چی یوازی دقیرریزی پر مدیر سربیره دوه تنه انجینران له ځان سره همکار لری.

او د توزیع او استملاک مدیریت یو تن مدیر او دری تنه اداری غړی لری.  

 د ملکیتونو د ثبت پروسه:

کله چی یوه دولتی پروژه پلی کیږی او د رهایشی د نمرو دویش لړی پیل شی پر مشتری د قانونی مراحلو له بشپړلو ( غوښت پاڼه ، د مقاماتو احکام) وروسته د رهایشی نمری د ټاکل شوی  بیی پیسی په اړوند دولتی بانک کی د ښاروالی په بانکی حساب کی اضافه کیږی . چی د اویزونو له مخی د توزیع او استملاک او نورو املاکی دفترونو کی د ښاروالی په چوکاټ کی د ملکیت د ثبت پروسه بشپړیږی چی د مشتری غوښتنی پر بنسټ چی کله و غواړی د شرعی قبالی د جوړولو او سپارلو یی وروسته پړاو ګنل کیږی .

داچی د ساختمان امریت د خپل لایحوی دندوپه تړاو د بیارغاونی د چارو په لړ کی په سلګونه پروژی لکه د سړکونو د قیر ریزی ، جغل اچونی ، کنیدنی ، هوارول ، دو یا لو کیندنی ، اساسی رغونی او همداراز د پلچکونو ، پارکونو او نور ډیر پروژی پلی کړی او همدا پروسه د ښاروالی مالی مټ ته په پاملرنی سره وخت په وخت ددوام لار خپلوی .

همدا راز د ساختمان امریت د چارو د ښه سمون په موخه یو فنی بورد رامنځته کړی چی د ساختمان د امریت د بر حاله انجینرانو څخه تشکیل شوی او کوم ځانګړی امتیاز لا نلری .

د مهندسی او انجینری په برخه کی هم ددولتی او شخصی ملکیتونو د نقشو او ډیزانونو په چارو کی د خپل مسؤلیت او د مقاماتو د حکمونو په اساس پوره لاس رسی لری. خو د نقشو او ډیزاینونو په تړاو چاری بیا د ښاری پراختیا ریاست رسمی او اووظیفوی دنده ده .

همدا راز براوردی انجینران د رسمی پروژو د براوردونو په اړه مسؤلیت لری

او قیرریزی مدیریت هم د خپل مدیریت د چارو په تړاو ځانګړی دنده لری چی تر دا دمه د جلال اباد په ښارکی نژدی (65) کیلو متره سړکونه قیرریزی د (30) کیلو متره جغل اچول شوی دی او په مایه کی ده چی د هر کال (4) کیلو متره سړکونه په راتلونکی کی قیرریزی شی .

او جلال اباد ښار په دننه او نږدی اړونده شاو خوا سیمو کی پارکونه رغول شویدی

د ساختمان امریت پخپلو وظیفوی چارو کی د ښار په بیلا بیلو برخو او ناحیو کی د غیری قانونی ساختمانونو د مخنیوی او د دولتی املاکاتو د غصب د مخنیوی او نور داسی ورته چارو په تړاو بوختیا لری .

بل هغه ښارګوټی چی د وزیرانو د شورا له لوری یی تفصیلی پلانونه د منظوری له پړاوه وتلی وی د ښاروالی له لوری پلی کیږی چی د بیلګی په توګه ( د ګل اغا شیرزی ، ملنګ جان مینه ، قاسم اباد ، عبدالحق مینه ، اومه ویاله کی د یوی څنډی پروژو پلی کیده

او دم ګړی دسیا سنګ پروژه د پلی کیدو په درشل کی ده