د عوایدو مدیریت

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

د عوایدو عمومی مدیریت

 

د عوایدو عمومی مدیریت پخپل تشکیل کی یو مدیر او دوه نفره مامورین لری او دوه نور مدیریتونه هر یو د املاکو مدیریت او د جواز مدیریت د همدی مدیریت تر کنترول لاندی کار کوی چی د املاکو مدیریت یو مدیراو یو کس مامور او د جواز نامه صنفی مدیریت یو کس مدیر او یو مامور لری .

د (۸۲) فرمان مورخ ۱۳۸۲/۸/۱۸ په اساس د املاکو مدیریت د ښاروالی ریاست ټول ملکیتونه د تدارکاتو د قانون سره سم وروسته د  داوطلبی اعلان څخه د هغه اشخاصو سره چی ګټونکی دی قرارداد کوی . او د هغی څخه وروسته د قرارداد سره سم وخت په وخت کرایه ګانی راټولیږی او د ښاروالی بانکی حساب ته داخلیږی .

 

داوطلبی :

په لومړی قدم کی موضوع د ښاروالی ریاست ته وړاندی کیږی چی د قرارداد او اجاره میعاد ختم شویدی اوس داسی ایجابیږی چی موضوع د رسونیو له لاری خپور شی تر څو د  داوطلبانو پام ورته راواړه وی . د ښاروالی د ملکیتونو د داوطلبی د ګډ هیت لخوا د ولایت محترم مقام په مشوره رسماً غوښتنه کوی او کله چی د اعلان وخت پوره شی بیا ګډ هیتان د استعلام په ذریعه را غوښتل کیږی او د هغوی په حضور داوطلبی شروع کیږی د داوطلبی په جریان کی چی هر څوک ګټونکی شو موضوع د همغی په نوم اعلانیږی او  د قانونی مراحلو د طی کولو څخه وروسته د منظوری لپاره د ولایت مقام ته وړاندی کیږی کله چی قرارداد د ولایت لخوا منظور شود ټول اسناد بیرته د ښاروالی ریاست ته سپارل کیږی او د املاکو مدیریت د شرط پاڼی سره سم د هر میاشتی په پای کی کرایه په نوموړی قرار دادی باندی د ښاروالی په بانکی حساب کی جمع کوی .

صنفی جوازونه:

 د کا ل په پیل  کی د جواز نامی مدیریت د لایحی سره سم د تعین شوو پیسو په مقابل کی جوازونه ټولو اصنافو او سوداګرو ته توزیع کوی .