لنډه کتنه

د افغانستان اسلامی جمهوریت

د سیمه اییزوارګانونو خپلواکه اداره

د ننګرهار ولایت

د جلال اباد ښاروالی

 

دجلال اباد ښاروالي

دجلال اباد دښاروالۍ پلان په ۱۳۲۷ کال کې تهیه شوی او دهغې ترڅنګ څلور ویشت تفصیلي پلانونه شتون لري چې عبارت دي له علي خیلو، بابړیانو، اربابانو، مکروریان الف، دریم مکروریان، څلورم مکروریان، پنځم مکروریان، ختیځ اربابان، اوومه ویاله، پنجصد نمره، عبدالحق مینه، دریګ شامردخان لومړۍ او دویمه برخه، دریګ شامرد خان نوی او دریمه برخه، انګور باغ، دانګور باغ دویمه برخه، دمال بازار، دزون شاته، ځنګل، دجلال اباد سوداګریزه سیمه، دجلا اباد پارک، داحمد علي داوسیدو ځای، دجلال اباد ښار شپږمه ناحیه او دملنګ جان مینه (قاسم اباد) څخه.  ددې پلان د تهیه کولو تروخته د ماستر پلان ۷۰٪ راپور ورکړشوی. دنورو ښارونو په څیر جلال اباد هم دشمال خواته د ۲ کیلو مترو په اندازه، سهیل خواته دیو کیلومتر په اندازه، ختیز لور ته د۵ کیلومترو په اندازه او لویدیځ لور ته د ۵ کیلومترو په اندازه غیر پلاني پراختیا موندلی.

دښاروالۍ اداره

 

په ۱۳۹۰ لمریز هجري کال کې ښاروالۍ له ۳۸ اداري واحدونو څخه تشکیل شوی چې د ۱۴۹ مامورینو او ۴۰۶ اجیرانو لخوا اداره کیږي. د تحصیل له اړخه زیاتره کارکونکي د ۱۲ ټولګي فارغین دي، په داسی حال کې چې ۲۲ نفره لیسانسه او یو نفر ماسټر هم لري. یواځي یوه ښځه داجیرانو په جمله کې لري. شکل ۱ د بستونو دجدول په شمول د جلال اباد ښاروالۍ اوسنی تشکیلاتي ساختار دی.

دښاروالۍ ادراي شورا فعاله نه ده. دعامه ادارې اصلاح په ښاروالیو کې نه دی پلی شوه نو له همدی امله دښاروالۍ اداره اوس هم یو ناانډوله تشکیلاتي ساختار او ناکافي بشري ځواک لري.

دجلال اباد ښاروالي شپږ فعاله ناحیې لري او هره ناحیه د یومدیریت څښتنه ده چې یو مدیر، مرستیال او دوه مامورین لري.