تاریخچه

 

د جلال اباد انځور                                           

 

جلال اباد دننګرهار ولایت مرکز لومړی درجه ولایت دی دافغانستان په ختیځ کې دپاکستان په پوله پروت دی. دغه ښار دافغانستان یو له پنځو لویو ښارونو څخه شمیرل کیږي (کابل، هرات، کندهار او مزارشریف) او ګڼ نفوس لري. دغه ښار دګرمې هوا او زیاتې زرغونتیا له امله په همیشه بهار نومول شوی. دجلال اباد ښاروالي په کال ۱۳۲۷ لمریز کې جوړه شوی او دنواحیو دمدیریتونو داټکل پربنسټ نفوس یې ۸۳۲۰۲۲ نفرو ته رسیږي او شپږ ناحیې او ۷۶ ګذره لري. دنفوسو اټکل او جزییا ت یې په لومړۍ شمیره جدول کې وړاندی شوی. د ناحیو ددفترویو دشمیرو پر بنسټ څلورمه، دویمه او لومړۍ ناحیه تر ټولو زیات نفوسر لرونکي ناحیې دی.

ددې ښار زیات اوسیدونکي په پښتو او دري غږیږي او ورپسې پشه یی راځي. هندي په دې ښار کې دلږکیو ژبه ده.

جلال اباد دننګرهار په شمالي برخه کې پروت دی او ۲۷ کیلو متره مربع مساحت لري. دیادولو وړ ده چې دجلال اباد ښار له څلورو خواوو څخه ۱۳ کیلو متره مربع غیر پلاني پراختیا کړې او ماستر پلان یې یواځي ۷۰٪ پلی شوی.

دجلال اباد ښار جلال اباد ښار (۱۴۲ کیلومتره) او دتورخم دپولې (۷۵ کیلومتره) په عمومي لاره پروت دی. په تیرو اوس وخت کې جلال اباد یو لوی سوداګریز ښار دی او دمربا، غیر الکولي مشروباتو، دشړشم تیلو، دزیتون غوړیو، المونیمو، مرمر تیږو، المونیمي لوښو، څپلیو ګڼډلو، بوټ ګنډلو، قالین بافۍ او کنجد په تولید کې شهرت لري. خو دجنګ او کورنیو شخړو کلونو او همداډول څو کلنې وچکالۍ دښار په اقتصادي وضعیت خپل منفې اغیز ښندلی. مالداري، کرنه، سوداګري، خدمات او دکوچنیو لاسي صنایعو صنعت دښاریانو دژوندانه دتیرولو اصلي سرچینې تشکیلوي.

دنفوسو شمیر

دښاروالۍ ناحیه

اداري واحد

 

شمیره

 نفر162,680

لومړۍ

دجلال اباد ښار

1

153,910

دویمه

دجلال اباد ښار

2

115,280

دریمه

دجلال اباد ښار

3

172,240

څلورمه

دجلال اباد ښار

4

105,000

پنځمه

دجلال اباد ښار

5

122,912

شپږمه

دجلال اباد ښار

6

832,022

 

دشپږګونو ناحیو مجموعه

جلال اباد یوه ښه کرنیزه سیمه ده او په افغانستان کې دمالداۍ یو مهم مرکز دی خو خلک او په ځآنګړي توګه ځوانان له بیکارۍ څخه سر ټکوي. پر همدی بنسټ زیات شمیر ځوانان د دندې په لټه ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان مهاجر کیږي. نورو ولایاتو ته د تګ کچه یې هم دپام وړ زیاته ده.

 

جلال اباد یو هوايي ‌ډګر لري چې دافغانستان دلویو ‌‌‌‌‌ډګرونو له جملې څخه شمیرل کیږي چې امریکایی ځواکونه په کې میشت دي.