د ښاري نظم راوستلو او په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي

نن سه شنبه د روان ١٣٩٨ کال د لېندۍ په ٥مه نېټه جلال اباد ښاروالۍ ښاري نظم ګډ کمیسون له لورې امن عامې پوليسو سره په ګډه د عيدګاه جومات مخامخ زراعت رياست تر څنګ هغه دولس د ټايرونو دوکانونه چې پلې لارې يې بندې کړې وې،
د تيرې ورځې توصيه وروسته مهرلاک کړل او د هټیو غیرې معاري پيکونو د ړنګولو خبراداری مو ورکړل که تر صبا مازديګر یې خپل پيکونه لري نه کړل د ګډ کميسون لخوا به ړنګ او د سخت قانوني برخورد سره به مخ شي چې بيا به د شکايت حق و نه لري.
همدا راز ښاري نظم ګډ کمیسون د ښاريانو د شکايتونو په اساس د مصتوفيت څلور لارې او قصبې سرک هغه هټيوالو ته چې پلې لارې يې بندې کړي چې له مخې یې د عامه خلکو ته د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړي جدي خبر داری ورکړل شو چې د پلو لارو په سر جوړې شوې عرفې دې ړنګې کړي تر څو د ګډ کمیسون د کمپاين په ترڅ کې به یې وسایل یووړل او سر غړونکو ته به د قانون په چوک کاټ کې سزا ورکړل شي.