د افغانستان د ښاري سولې جوړونې پروګرام په اړه روزنیز پروګرام جوړ شو !

د افغانستان د ښاري سولې جوړونې پروګرام په اړه روزنیز پروګرام جوړ شو !

د جلال آباد ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ امریت د افغانستان د ښاري سولې جوړونې پروګرام مسوولینو سره په ګډه د یاد پروګرام په اړه د یو روزنیز پروګرام له لیاري چې د ښاروالۍ ریاست انګړ د غونډو په تالار کې نن د لیندۍ په ۳۰ جوړ شوي و ، د ښاروالۍ مامورینو ، مدیرانو او مسوولینو ته په ښآر کې د یاد روان پروګرام په اړه معلومات او وضاحت ورکړ. د مامورینو هغو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړه چې ددې پروګرام په اړه ورسره و او تردي دمه نه وو ځواب شوي . په جلال آباد کې ددغې پروګرام مسولې مقدسې احمدزۍ له لوري د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ته معلومات ورکړل شوه . د پروګرام په پیل کې د ښاري حکومتولۍ امر سید همایون غریبمل د یاد پروګرام په اړه لنډه او پرانستونې وینا وکړه ورپسې د جلال آباد ښاروالۍ مالي او اداري امر محمد اصف برید پخپله وینا کې دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل او د ښآري حکومتولي امریت هڅې او د مامورینو د عامه پوهاوي کچې لوړوالي ته يي روان کارونه وستایل . د افغانستان ښآري سولې جوړونې پروګرام مسوولې احمدزۍ د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ښار ته ټول روان کارونه وستایل او مننه يې وکړه چې په هره برخه کې موږ ته يي د کار کولو زمینه برابره کړي . دغه پروګرام دمګړۍ ۱۵ شوراګانې او دریو ګذرونو سره کار کوي چې په ترڅ کې يي پارکونه ، ښوونځیو تعمیرونه او نور برخو کې خدمات وړاندي کړي.!