جلال آباد ښار کې د دریو ټولګټو پروژو چارې پېل شوي .!

جلال آباد ښار کې د دریو ټولګټو پروژو چارې پېل شوي .!

جلال اباد ښار کې د ۳۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درې ټولګټو پروژو چارې پیل شوې. د جلال آباد ښآر  لومړۍ،څلورمې او پنځمې ناحیو کې د پاک او زرغون ښار پروګرام له لورې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درې پارکونو د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .د پرانستو په دی مراسمو کې سلاکاروزیر او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل ، جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل او د یو شمېرو نوروادارو مسوولینو، د ښار ګذر وکیلانو او مخورو  ونډه اخستې وه .
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو پروژو د چارو د پیل کېدو پر مهال وویل، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د ښځو بڼ،څلورمې ناحیې په ۱۶ فامیلو او پنځمې ناحیې په جوی هفت سیمو کې یې د ۳۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درې پارکونو د جوړولو چارې پیل کړې چې د شپږو میاشتو په موده کې به د پاک او زرغون ښار پروګرام چې د ښاروالې ترچتر لاندې ترسره کیږي ورغول شي .
هغه وایي، د دې پروژو په پیل سره به د پنخلس میرمنو په ګډون ۲۸۰ تنو ته د کار کولو زمينه برابره او هم به د چارو په بشپړیدو سره ښاريانو ته د تفريح سهولتونه برابرشي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ، د جلال آباد سرپرست ښاروال انجنیر حکیم الدین عمرخیل  د يادو مراسمو په څنډه کې د ښځو د حرفوي زده کړو له مرکز څخه هم ليدنه وکړه ، چې د ښځو چارو ريسې انیسې عمراني له لوري معلومات ورکړل شول.
هیره دې نه وي چې د يادو پروژو د پيل په مراسمو کې د ننګرهار والي او جلال آباد سرپرست ښاروال سربيره د ولايتي شورا غړي ، د حج او اوقافو، کرنې او مالدارۍ او ښارجوړونې ریسانوګذروکیلانو ، مخورو هم شتون درلو .