عامه پوهاوي ته لا زیات کار په کار دې . ( ښاري حکومتولۍ امریت )

عامه پوهاوي ته لا زیات کار په کار دې . ( ښاري حکومتولۍ امریت )
جلال آباد ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ امریت عامه پوهاوي پياوړتیا او ښاري فرهنګ ودې لپاره بیلابیل پروګرامونه له وړاندې پېل کړي له جملې يې کولای شو ووایو د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې ، پوهنتون سره د همکارۍ هوکړلیک ، مشورتي شوراګانې ، ناستې ، اشرونه ، حساب ورکونې غونډې ، مدني ټولنو سره تفاهم لیک د ښاري همغږۍ بورډ ، شکایتونو کمېټه ، ښاریانو خدماتو مرکز، ملا امانو سره نږدي اړیکي ، هره ورځ یو شمېر رسنیو ته د ښاروالۍ د کړنو په اړه په ژوندۍ او ثبت ډول معلومات ورکول ، د ښاروالۍ د رسمي فیسبوک صفحو ، سایت نه بیلابیل پیغامونه ، انځورونه ، ویډویوګانې ، مطالب او لیکنې او داسې نور نشرول ترسره کېږي . ددې سره سره يې ګرځند د عامه پوهاوي ګروپونه هم برابر کړي چې ښاریانو ، هټیوالو او سوداګرو ته د هغوي ناسم چلند د ښارسره په ګوته کوي . په همدې موخه نن هم د ښاري حکومتولۍ امر سیدهمایون غریبمل د خپلو مامورینو سره ښار ته ووت او د عامه پوهاوي پیاړوتیا ته يې پرا خ کار وکړ . یاد امریت له درنو ښاریانو غواړي چې د ښاروالۍ سره د ښار د ښکلا ، رغونې او ښاري فرهنګ وده کې همکاري وکړي ترڅو هڅې يې لا زیات رنګ راوړي او دا ښار چې د ټولو ګډ کور دې په ګډه جوړ کړو .