د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې په ټولټال ۲۱،۵ میلیونه افغانیو لګښت په ۱۹ جریبه ځمکه په عصري بڼه د تفریحي پارک جوړولود بنسټ ډبره کېښودل شوه

د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې په ټولټال ۲۱،۵ میلیونه افغانیو لګښت په ۱۹ جریبه ځمکه په عصري بڼه د تفریحي پارک جوړولود بنسټ ډبره کېښودل شوه . ( ښاري حکومتولۍ امریت)
د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ښار په پنځمه ناحیه کې د دریم او څلورم ګذر شوراګانو اړوند تفریحي پارک رغولو پروژې چارې رسمآ د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل ، د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل ، د ولسي تړون ملي پروګرام عملیاتي مشر عبدالباري احمدزي له لوري پېل شوې په یادو مراسمو کې د ښار د پنځمې ناحیې ګڼ شمېر اوسېدونکو ، ځوانانو ، مخورو هم ګډون کړی و. 
نوموړی تفریحي پارک د دوه ګذر شوراګانو له لارې جوړیږي چې ټول لګښت يې
۲۱،۵ میلیونه افغانۍ کیږي د رغولو ټولې چارې به يې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي
ترڅنګ به يې د جلال اباد ښار او پنځمې ناحیې اوسېدونکو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې لکه د تفریح او مطالعې کولو لپاره ځانکړي ځایونه، ، شنه ساحه، پلې لارې، شنې ونې، احاطوي دېوال، کفټيریا، برېښنا، د ماشومانو د لوبو کولو لپاره وسایل او داسې نور سهولتونه رامنځته کړي. د پروژې په بشپړېدلو سره به د یادې ناحیې۹۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه مستفیدې او د ۹ میاشتو لپاره به په لسګونو تنه کاریګرو ته په پروژه کې د کار کولو زمینه برابره شي
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې شاوخوا یوه میاشت مخکې په یاده ناحیه کې په ۲۵ جریبه ځمکه د یو لوی عصري تفریحي پارک جوړولو چارې پیل شوې وې چې اوسمهال پکې په لسګونه تنه ماهر او غیر ماهر کاریګر په کار کولو بوخت دي.