د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څه د پاڅه ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د اومې ناحیی اړوند دویم لاین سړک جوړولو چارې پیل شوې

د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څه د پاڅه ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د اومې ناحیی اړوند ((پخواني سره رود دوسرکي )) څخه تر سرخ اب پل پورې د دویم لاین سړک جوړولو چارې پیل شوې
د یاد سړک د چارو د پیل په مراسمو کې ننګرهار والي،د جلال اباد سرپرست ښاروال، د ولسي جرګې غړو انجینر سیداکرام او امیرجان دولت زي،د ولایتي شورا غړي نیلوفر عزیزي،د امنیت امر، د سولې ولایتي کمیتې مشر حاجي ملک نظیر،د قومونو د یوالې شورا مشرلعل آغا کاکړ،د اومې ناحیی یو شمیر ځوانانو ، مدني فعالانو او مخورو ونډه لرله
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینرحکیم عمرخیل وویل،یاد سړک د جلال اباد ښاروالۍ د پرمختیایي بودیجې څخه په پاخه او اساسي ډول جوړیږي،چې 2.7 کیلو متره اوږدوالی او 12 متره پلنوالی لري. .نوموړي زیاته کړه،د سرخ اب پل څخه تر سره رود دوه سړکې پورې یاد دویم سړک د زوړ کانال پر ځمکه تیریږي،چې 3500 متره مکعب سنګکاري به ولري،چې 2.7 کیلو متره د اوږدوالې ترڅنګ په 2 متره پلنوالی هم ولري .
د سرپرست ښاروال په وینا د یاد سړک د جوړیدو پر مهال به ۱۲ پلچکونه،یو پل او 2.7 کیلو متره په اوږدوالې د اوبو ویالي هم جوړې شي،چې ټولې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد سړک د چارو د پیل کېدو له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د یاد سړک په جوړیدو سره به د اومی ناحیی د درونټې له سیمې څخه ترد اومي ناحیی ((سره رود دوه سرکې ))پورې د ګڼې ګوڼې هر ډول مخنیوی وشي . هغه د یاد دویم سړک جوړونکي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د قرارداد له مخې چارې په معیاري او اساسي ډول ترسره کړي او د سیمې خلکو ته یې سپارښتنه وکړه،ترڅو د رسمي مسؤلینو ترڅنګ دوی هم د چارو څخه څآرنه وکړي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي انجینر سید اکرام،د ننګرهار د قومونو د یوالې شورا مشر لعل اغاکاکړ او د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي شکرالله مشکور د یادې پروژې په پیل کېدو خوښي وښوده او په شفاف ډول یې د چارو د بشپړیدو غوښتنه وکړه.
د یاد سړک د جوړونکي شرکت مسؤل ژمنه وکړه،چې ټولې چارې به د ولسونو او مسؤلینو سره په همغږۍ،په شفاف او معیاري ډول ترسره کړي