د جلال آباد ښار اتمې ناحیې ودانۍ او مارکیټ به په اساسي ډول جوړه شي

د جلال آباد ښار اتمې ناحیې ودانۍ او مارکیټ به په اساسي ډول جوړه شي .

 د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل نن له غرمې وروسته د اتمې ناحيي د  ودانۍ او په اتمه ناحيه کې د جوړیدونکي مارکیټ نه لیدنه ترسره کړه . ښاروال وویل د اتمې ناحیی مارکیټ د ولسمشر د ځانګړې پاملرني له امله چې جلال آباد ښاروالۍ ته يی تشویقي بودیجه ورکړي وه په پاخه او اساسي ډول جوړیږي .  د یادې ناحيي د ودانۍ او مارکیټ پرجوړیدو سره به د اتمې ناحيي اداري سټاف او استوګن د ناحيي د ودانۍ  د نه لرلو ستونزه ختمه ، د مارکیټ پرجوړیدو سره به د اتمې ناحيي استوګنو ته د کارزمینه برابره  او د ناحيي د ښکلا سبب به وګرځي . ښاروال وړاندي وویل جلال آباد ښاروالۍ به تل هڅه وکړي چې درنو ښاریانو ته په پاخه او اساسي ډول خدمات ترسره کړي او د هیواد د محبوب ولسمشر هغه وینا چې په کې راغلي ښارونو ته باید لا زیات اساسي او بنیادي کار وشی په عمل کې پلي کړو .

د یادونې ده چې د اتمې ناحيي دغه ودانۍ د شهرام شهزاد ساختماني شرکت له لوري د اتو میاشتو په موده کې پر۱۵ بیسوو ځمکې د ( اته میلونه شپږ لکه اته نوي زره یو سل او پنځوس افغانیو ۸۶۹۸۱۵۰ ) لګښت جوړیږي .