د جلال اباد ښاروالۍ اړوند موټر په G P S سیستم سره سمبال او وصل شوه

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند موټر په G P S سیستم سره سمبال او وصل شوه .! 

د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل په لارښوونه او د چارو د روڼتیا په موخه د ښاروالۍ اړوند په زیاته اندازه موټران په G P S ( په نړیواله کچه د یوشي موقیعت معلومول ) سیتم باندی سمبال شوه . سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین زیاته کړه موږ غواړو چې د ښاروالۍ اړوند ټول کارونه د برقي حکومتولۍ له لیاري لا زیات سمبال کړواو په دی برخی ته تربل هروخته لا زیات کار وکړوترچې د وخت د ضایع کیدو څخه مخنیوی مومخنیوي کړي وي
د جلال آباد ښاروالۍ د ټکنالوجې مدیر سباوون کوهستاني د معلوماتو له مخې د یاد سیتم ګټه داده چې په دی سره به موږ وکولای شو د یوه موټر( ښاروالۍ اړوند موټرکوم چې په دی سیستم سمبال شوي ) د موټرموقیعت معلوم کړو او د ممکنه خطر څخه له وړاندی ځان خبر او ژر معلومات ترلاسه کړو . کوهستاني زیاته کړه چې د جلال آباد سرپرست ښاروال په امر او ځانګړي سپارښتنه مو دا کار ترسره کړي .