جلال اباد ښاروالۍ د تيرو دريو مياشتو د فعاليتونو حساب ورکوونې غونډه وکړه

جلال اباد ښاروالۍ د تيرو دريو مياشتو د فعاليتونو حساب ورکوونې غونډه وکړه
د جلال آباد ښاروالۍ مسوولین وايي اداره يي ښاري حکومتولۍ اصل ته ژمنه اداره ده او د ښاریانو د هوسا او ارام ژوند لپاره به لا زیات ګړندي ګامونه پورته کړي . د ښاري نظم او پاکۍ کې د ښاریانو اوږه په اوږه همکاري به ښار ته لا ښکلا ورکړي کنه پرته د ښاریانو د همکارۍ به د لکونو ښاریانو غوښتنى او ستونزو حل یو څه ستونزمن شي . د ښاروالۍ مسوولین شکایت کوي، چې ښاريان ورسره د ښار پاکوالي کې مرسته نه کوي او دوی نه شي کولی په ۷۰۰ کسانو د دغومره ګڼ وګړنیزښار خدمات په سمه توګه ترسره کړي . دوی چې نن يې د خپلو تېرو دريو مېاشتو فعاليتونو په تړاو ښاريانو ته د ځواب ورکونې غونډې جوړه کړې وه، تر ډيره يې د ښاريانو له نه همکارۍ شکايت درلود.
خو جلال اباد ښاريان وايي، چی ښار پاکۍ ، نظم او ښکلا لپاره باید ولایتي اداره او اړونده اداری خپلی همکارۍ د ښاروالۍ اداری سره لا زیاتي کړي د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجينر حکيم الدين عمرخېل د يادې غونډې په څنډه کې د غونډې برخه والو ته وویل، د پاکوالي ټيکس په برخه کې ستونزې ډېرې دي او يوازې اتلس سلنه ښاريانو د صفايي ټيکس ورکړی دی ، د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست غوښتنه وکړه، چې ښاريان بايد پر وخت د ټکسونو په ورکولو سره له ښاروالۍ سره په ښاري انکشاف کې مرسته وکړي. مدني فعال برهان الدين سيرت چې د جلال اباد ښاروالۍ د حساب ورکوونې غونډې ته ورغلی و، دا غونډه يې تر ډيره ښه وبلله؛ خو ټينګار يې وکړ، چې نوري اداری باید هم د ښاروالی په څیر خلکو ته د خپلو کړو فعالیتونو په اړه ولس او ښاریانو ته حساب ورکړی د يادولو وړ ده، چې له تېرڅه د پاڅه يوه کال راهېسې جلال اباد ښاروالۍ د خپلو فعاليتونو د حساب ورکوونې غونډې نيسي، چې کارپوهان ورته ډير هيله مند شوي او د ښاروالۍ د مسولینو په وینا دا ډول غونډو ته به ادامه ورکړي .

د یادونې ده چې په دې غونډه کې په ګڼ شمیر سره د ګذر وکیلانو ، مشورتي شورا غړو ، ځوانانو ، ښاریانو ، اصنافو او کسبګرو ، رسنوالو ، مدني ټولنو استازو او فرهنګیانو ونډه لرله .