د ښاروالۍ ښوونځیو کمېټو ته څلور ورځنې روزنیزاو ښوونیزپروګرام پېل شو

د ښاروالۍ ښوونځیو کمېټو ته څلور ورځنې روزنیزاو ښوونیزپروګرام پېل شو 
دښاري حکومتولۍ امریت وايې ښاروالۍ له لوري د ښاراړوند په پنځلس ښوونځیو کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې جوړې شوي چې نن د کب په شلمه نېټه ورته د ښاروالۍ په میلمستون کې څلور ورځنې روزنیزاو ښوونیزپروګرام د شهر همکار دفتر په تخنیکي همکارۍ پېل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي . ددغې ښوونیزي او روزنیزې برنامې د پېل په مراسمو کې د جلال آباد ښاروال ریاض الله درمل وویل د ښاروالۍ د مکتب کمېټو جوړولو نه يې یوه موخه په نوي نسل ( زده کوونکو ) کې د ښاري فرهنګ ترویج، ښار سره د مناسب چلند او په کې د مدني او ښاري مکلفیتونو په اړه د ځوانانولا پوهاوی ، په ځوانانو کې د رهبرۍ د مهارتونه ایجادول ، د حکومتوالۍ او ښاري پراختیا په برخه کې تجربوي پوهنې ته لاره برابرول او د چاپېریال په اړه دوستانه چلند را منځته کول دي ، په ورته وخت کې د غونډې برخه والو او زده کوونکو ته د ننګرهارمعارف ریس حسیب الله شینواري هم وینا وکړه او ويې وویل : د ښاري فرهنګ د بنیادي کولو او ترویځ غوره لار د مکتب زده کونکې دې ، نوموړي له ښاروالۍ وغوښته چې په مکاتبو کې دې دا ډول د ښاروالۍ کمېټې زیاتې شي او دغه لړۍ دې نورو مکاتبو ته هم وغزوي . بل پلو غونډې ته د ښاروالیو چارو معینت د حقوق او تقین امر عبدلبشیر راتب خبرې وکړې او پخپلوخبرو کې يې د ښاروالیو معینت د ملاتړ ډاډ جلال آباد ښاروالۍ ته ورکړ او زیاته يې کړه معینت ستاسو د هڅو او هلو ځلو ستاینه کوي اودا ډول پروګرامونه باید نورهم زیات شي .