د ښار نړيواله ورځ د جلا ل اباد ښار والۍ له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

د ښار نړيواله ورځ د جلا ل اباد ښار والۍ له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د اکتوبر يو ديرشمه ، چې د ښار نړيوالې ورځې سره برابره ده ، نن چهار شنبه د جلا ل اباد ښار والۍ له لوري هم ياده ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په همدې موخه د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه کې د ګذر وکيلانو، مدني فعالانو ، ځوانانو ، قومي مخورو ، ژورنالستانو د دولتي او غير دولتي ادارو استازو ګډون کړی و.
د جلا ل اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين عمر خيل د ښار د نړيوالې ورځې له امله ټولو ښاريانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په ښاريانو غږ وکړ ،چې د ښار په پاکوالي ، ښاري نظم ټينګښت ، پراختيا او نورو برخو کې د ښار والۍ کار کوونکو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.
عمر خيل ژمنه وکړه ، چې د ښاريانو پر مټ به د ښار د ښکلا او پراختيا لپاره پوره هڅې وکړي.
سرپرست ښاروال وويل: جلا ل ا باد ښار کلونه وړاندې د څلويښت زره کسانو لپاره جوړ شوی ، چې دا مهال پکې شاوخوا يو ميليون وګړي ژوند کوي.
د جوړې شوې غونډې پر مهال د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال، د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم ، ښاروالۍ مشورتي شورا او ګذروکیلانو په استازي میراحمد ماما او څو تنو نورو د ښار نړيوالې ورځې له امله ښاريانو ته مبارکي ورکړه او ژمنه يې وکړه ، چې ښاريان به د عامه پوهاوي له لارې دې ته وهڅوي ،چې د ښار د پراختيا او ښکلا په برخو کې ښاروالۍ سره په ګډه کار وکړي.
وينا والو وويل: داچې ښار د ټولو ښاريانو ګډ کور دی نو په کار ده ،چې د نظم ټينګښت او ښکلا لپاره يې په ګډه لاس په کار شو