د اطلاع رسوني دوهم ملی کنفرانس

د اطلاع رسونې د دوهم ملي کنفرا نس ټول برخه وال ( ولایتي ویاندویان ، ښاروالیو مطبوعاتو د برخې مسولین او ولایتي شوراګانو د مطبوعاتواو اړیکو د برخې مسولین ) د کنفراسن په پاييزو مراسمو کې ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني ارګ ته بللي و. يو ساعت خبرې يې وکړې. سپارښتنه يې دا وه چې خبرې مې ولس ته و رسوئ. دا چې په دغه کنفرانس کې دجلال آباد ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر او مطبوعاتو مسول سید همایون غریب مل هم په دغه ملي کنفرانس کې ونډه اخستي وه نو د ولسمشر د وینا مهم ټکي يي راخستي او لتاسو درنو سره يي دلته شریکوو .

- درې کاله مخکې په نړېوال سټيج افغانستان په انزوا کې و. درې کاله وروسته ټوله نړۍ د افغانستان له برحقه داعيې او موقفه ننګه کوي. درې کاله مخکې مونږ په انزوا کې و، درې کاله وروسته پاکستان په انزوا کې دی.

- له پاکستان سره په اړيکو کې په ما باور وکړئ. زه غواړم په معقوليت او دوامداره ډول پاکستان سره ستونزې حل او د تلپاتې سولې څښتنان شو.

- افغانستان دوامداره دوست او دښمن نلري. مونږ يواځې په دوامداره ملي ګټو باور لرو او د همدې ګټو لپاره سر ورکوو.

- درې کاله مخکې د نظام د بقا سوال مطرح و. لږ تر لږه اوس په دې ټوله نړۍ او خپله د افغانستان خلک ډاډمن دي، چې نور د نظام د بقا سوال نه دی مطرح او همدا نظام به دوام کوي.

- افغانستان نور د کراچۍ بندرګاه ته محتاج نه دی، بلکې وخت به راځي چې کراچۍ به د افغانستان سرکونو او رېل ليکو ته مختاجه وي.

- ۱۰۰ تنه سرتيري مو بهر ته د روزنې لپاره وليږل. ۶۰ يې بيرته هيواد ته رانغلل. ۵۱۹ تنه هغه ورځ د پوځي اکاډمۍ نه فارغ شو، ۱۰۰ تنه يې په دوهمه ورځ د هلمند جګړې په لومړۍ ليکه کې د وطن په دفاع بوخت و. نور به بورسونو ته د ځوانانو د ليږلو پرځای په وطني او افغاني تربيت ډېره پانګونه وکړو. حکومت نور د ټکټ فروشۍ غرفه نه ده، چې خلک به بهر ته ليږي او دوی به تيښته کوي.

- څلور مياشتې وروسته د ترکمنستان ولسمشر هرات ته راځي او د ټاپي د ګازو نل ليکې پرانسته به وکړي. دا ستره ملي پروژه به په برياليتوب بشپړېږي. لومړی به افغانستان ته ګاز ورکوي.

- چا تصور هم نشو کولی چې مونږ به د واخان دهليز څخه اقتصادي ګټه واخلو او له چين سره به افغانستان وصل کړو. اوس مو له همدې لرې پرتې سيمې نوري فايبر غځول پيل کړي.

- نامسئوله وسله والو ته وواياست چې په خدای قسم په قفسونو کې مو بندوم. ولس له تاسې تيښتې ته راغلی.

- وزارت ماليه کې چې وم. په ليوني مشهور وم. خو وزارت او ولسمشري فرق کوي. دلته خورا په حوصله کار کوم.

- د افغانستان بحران او جګړه داخلي نه ده. همدا وجه ده چې ډېر وخت مې په بهرنيو سفرونو تير کړ، تر څو نړۍ قايله کړم او نړېوال ملاتړ خپل کړم.

-د نړۍ په ولسمشرانو کې ولسمشر ټرمپ يواځې ما سره ښې اړيکې لري او زما يې تر ټول تود هرکلی وکړ. دا ځکه چې امريکا ته تر سفر مخکې مې درې مياشتې په دې کار کړی و، چې ولسمشر ټرمپ سره به په کومو مسايلو خبرې کوم.

- په ښارواليو کې مو واضح تغيرات راوستي او ډېر خلک د ښارواليو له خدماتو خوشاله دي.

- د واک په ټوله موده کې مې د قضا او څارنوالۍ په چارو کې هيڅ مداخله نه ده کړې. د ټولو ولايتونو قاضيان مې بدل کړي او معاشونه يې بهتره شوي.

- اردو مې په درې کالو کې له انحصاره ووېسته او په واقعي مانا ملي اردو ده. د مسلکيتوب او غير سياسيتوب لپاره يې هم کار کوو.

- پوليس جدي اصلاحاتو ته ضرورت لري. وخت راکړئ چې پوليس او کورنيو چارو وزارت هم له انحصاره وباسم او داسې پوليس ولرو چې د ولس د باور وړ وي.

- افغانستان غني طبعي زېرمې لري. د سترو معدنونو استخراج مې ځکه بند کړی چې مونږ اوس په دې وضعيت کې نه يو چې د سترو ملي معدنونو استخراج وکړای شو. نه غواړم په عجولانه پرېکړو دا ملت له خپل اصل ثروت او دولت څخه بې برخې کړم. په مناسب فرصت کې به په معدنونو کار کوو، په داسې بڼه چې ګټه يې هر افغان ته و رسيږي او هر افغان شتمن شي. زمونږ د معدنونو پورې د ملت هيلې تړلي.

- د ښوونې وزارت او د ښوونې اوسنی وضعيت ستره فاجعه ده. په اساسي حل لارو يې کار کوو.

- د تدارکاتو ۱۱۷ جلسې مې په خپله رهبري کړي، تر څو فساد ورک کړم.

- په ۲۴ ساعتونو کې ۵ ساعته خوب کوم.