خواشينۍ پيغام

خواشينۍ پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل ښار ششدرک سيمه کې په پرلپسې دوو چاودونو کې زمونږ يو شمېر هېوادوال شهيدان شول .!
انا لله و انا اليه راجعون
موږ پر دغه پېښه سخت خواشينی يو، شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوو .په دغه پېښه کې زمونږ يو شمېر خبريالان ورونه هم شهيدان او ټپيان شوي دي . يو ځل بيا د نننۍ پېښو ټولو شهيدانو ته له پاک رب څخه د مغفرت، کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوو
درنښت
جلال آباد ښاروالۍ رهبري او کارکوونکي